د غزني پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ته د ستراتیژیک پلان، اړوند یو ورځنی علمي او معلوماتي سیمینار وړاندي شو.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۴:۳۸
cv

شنبه : ۲۸/جمادی الاول/۱۴۴۶ هـ.ق

۱۰/قوس/۱۴۰۳ هـ.ش

۳۰/نوامبر/۲۰۲۴ م

نن ورځ د غزني پوهنتون د غونډو په تالار کې د یاد پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو ته د ستراتیژیک پلان، اړوند یو ورځنی علمي او معلوماتي سیمینار وړاندي شو.

په جوړ شوي سیمینار کې استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو ګډون کړی وو.

چې د ښووني او روزني پوهنځي استاد پوهنیار سید رحمت الله موسوي، له لوري د ستراتیژیک پلان اړوند معلومات وړاندي شول؛ او ترڅنګ یې د پلان په پېژندنه، د ستراتېژي تعریف او پېژندنه او د ستراتيژیک پلان اړوند یو شمېر نورو موضوعاتو باندي هر اړخیز علمي معلومات وړاندي شول.

او په اخېر کې د ګډون کوونکو له لوري شوو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د چاپېریال د زرغونتیا او ښکلا په موخه د سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د دغي کمېټې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او په دغه برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

 نن ورځ د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه، د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک په یوه رسمي غونډه کې چې د شیخ زائد پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو لارښوود ابلاغ ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو ابلاغ ترسره شو.
 یاده برنامه د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS