د غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د چارو ادارې اړوند د ملکي خدمتونو انستیتیوت کې د رهبري، پراختیا او تصمیم نیونې تر سرلیک لاندې جوړ شوی ۱۰ ورځنی علمي او معلوماتي سیمینار په بریالیتوب سره پای ته ورسول.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۲:۱۱
ad

سه شنبه : ۱۰/جمادی الاول/۱۴۴۶ه.ق

۲۲/عقرب/۱۴۰۳ه.ش

۱۲/نوامبر/۲۰۲۴م

د غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د چارو ادارې اړوند د ملکي خدمتونو انستیتیوت کې د رهبري، پراختیا او تصمیم نیوني تر سرلیک لاندي جوړ شوی ۱۰ ورځنی علمي او معلوماتي سیمینار په بریالیتوب سره پای ته ورسول. چې نن ورځ یې خپلو رسمي چارو ته د راستنیدو سره سم د پوهنتون د څلورو معاونیتونو له معاونینو سره ګډه ناسته وکړه او د سیمینار پایلې او لاسته راوړنې، یې له هغوی سره شریکې او زیاته یې کړه، چې په دغه د رهبري، پراختیا او تصمیم نیونې تر عنوان لاندې جوړ شوی ۱۰ ورځنی علمي او معلوماتي سیمینار یو ګټور او له لاسته راوړنو ډک سیمینار وو.

او همدارنګه یې د پوهنتون اړوند چارو او په دغو ورځو کې د ترسره شویو کارونو په باره کې له هغوی څخه معلومات وغوښتل،چې د معاونینو له لوري معلومات ورسره شریک شول. او خوښي یې څرګنده کړه،چې د پوهنتون ورځنۍ چارې له پلان سره سمې روانې دي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د چاپېریال د زرغونتیا او ښکلا په موخه د سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د دغي کمېټې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او په دغه برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

 نن ورځ د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه، د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک په یوه رسمي غونډه کې چې د شیخ زائد پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو لارښوود ابلاغ ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو ابلاغ ترسره شو.
 یاده برنامه د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS