د غزني پوهنتون رهبرۍ د خپلو څلور تشو اداري بستونو لپاره له شل تنه په شرایطو برابر پیژندل شوو نوماندانو څخه تقریري ازموینه واخیستله.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۵:۲۱
ag

چهارشنبه: ۲۲/ ربیع الاول/ ۱۴۴۶ه.ق

۴/ میزان/ ۱۴۰۳ه.ش

۲۵/سیپټمبر/۲۰۲۴م

نن ورځ د غزني پوهنتون رهبرۍ د خپلو څلور تشو اداري بستونو لپاره له شل تنه په شرایطو برابر پیژندل شوو نوماندانو چې څو ورځي مخکي یې تحریري ازموینه ورکړي وه. تر بریالي کېدو وروسته ورڅخه تقریري ازموینه واخیستل شوه. په دغه ازموینه کې چې د غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور او د امتحاناتو کمېټې غړو شتون درلود واخیستل شوه چې په دې سره به له دغو شل تنو نوماندانو څخه څلور تنه د لوړو نمرو اخیستونکي به دغو بستونو ته بریالي او په دندو به وګمارل شي.

باید وویل شي چې د دغو بستونو لپاره څو ورځي وړاندي تحریري ازموینه واخیستل شوه چې پکې شاوخوا دوه سوه تنو ګډون کړی وو چې له جملې یې شلو تنو د کامیابي نمرې اخیستي او نن ورځ ورڅخه یادي کمېټې تقریري ازموینه واخیستله.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د چاپېریال د زرغونتیا او ښکلا په موخه د سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د دغي کمېټې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او په دغه برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

 نن ورځ د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه، د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک په یوه رسمي غونډه کې چې د شیخ زائد پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو لارښوود ابلاغ ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو ابلاغ ترسره شو.
 یاده برنامه د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS