د لوړو زده کړو وزارت له لوري غزني پوهنتون ته یو عراده تراکتور ورکړل شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۵:۴۶
aaa

سه شنبه: ۱۴/ربیع الاول/ ۱۴۴۶ه.ق

۲۷/وږی/ ۱۴۰۳ه.ش

۱۷/سیپټمبر/۲۰۲۴م

نن ورځ د لوړو زده کړو وزارت له لوري غزني پوهنتون ته یو عراده تراکتور ورکړل شو، د دغه تراکتور د لیدني پرمهال د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد جاوید خالد د لوړو زده کړو وزارت مقام څخه مننه وکړه او ویې ویل چې په دي سره به د غزني پوهنتون د زراعت پوهنځی اړوند ټولي چاري اسانه او په دغه برخه کې پرتې ستونزي به ورسره حل شي او زیاته یې کړه چې د زراعت پوهنځي اړوند د کرني او تحقیقاتو فارمونو او د یادي پوهنځي اړوند د چارو ترڅنګ به د پوهنتون په کارونو کې هم ورڅخه استفاده وشي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیری

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د چاپېریال د زرغونتیا او ښکلا په موخه د سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د دغي کمېټې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او په دغه برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

 نن ورځ د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه، د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک په یوه رسمي غونډه کې چې د شیخ زائد پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو لارښوود ابلاغ ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو ابلاغ ترسره شو.
 یاده برنامه د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS