غزني پوهنتون کې مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو لارښوود ابلاغ ترسره شو.
غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو ابلاغ ترسره شو.
یاده برنامه د دعوت او ارشاد آمریت آمر مولوي رحمت الله خلیل له لوري وړاندې شوه، چې پکې د لمانځه پر اقامې او پر وخت اداء کولو او همداراز د دغه فرمان د توصیو اړوند یې معلومات وړاندې کړل.
او دارنګه په لارښوود کې ذکر شویو مسؤلو کسانو ته یې خپل مسؤلیتونه او خپلې دندې ورپه ګوته کړې.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، ذوالقعدة الحرام ۴ مه
۱۴۰۵هـ.ش، ثور اوله
۲۰۲۶م، اپریل ۲۱ مه
