غزني پوهنتون کې ( ۱۳۰ ) تنو محصلینو ته د کمپیوټر زده کړې دوه میاشتنی کورس پیل شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۹:۳۸
bn

قمري نېټه: ربیع الاول ،٢٢، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ٢٤ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ١٥ ، ۲۰۲۵م 

د غزني پوهنتون د محصلینو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د ټکنالوژۍ له نوې پرمختګ سره د هغوی د بلدتیا په موخه، د کمپیوټر زده کړې دوه میاشتنی کورس پیل شو. په دې کورس کې ټولټال ۱۳۰ تنه محصلین د پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیو څخه ګډون کوي.
یاد کورس د محصلانو چارو معاونیت په  نوښت پیل شوی دی. چې موخه یې محصلینو ته د کمپیوټر بنسټیزو مهارتونو، د معلوماتي ټکنالوژۍ ابتدایي اصولو، او د برېښنایي خدماتو عملي کارونې ور وپېژندل دي.
د یاد کورس په جوړیدو باندي محصلینو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د دغه پروګرام تر پای ته رسېدو سره به یې د کمپیوټر په برخه کې ډیری ستونزي حل شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د چاپېریال د زرغونتیا او ښکلا په موخه د سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د دغي کمېټې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او په دغه برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

 نن ورځ د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه، د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک په یوه رسمي غونډه کې چې د شیخ زائد پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو لارښوود ابلاغ ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو ابلاغ ترسره شو.
 یاده برنامه د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS