غزني پوهنتون کې کرنې پوهنځي ته د نویو بریالي شوو محصلینو ته د ښه راغلاست غونډې په ترڅ کې د پوهنتون پیژندنې او کریډیټ سیستم سره د بلدتیا تر سرلیک لاندې یو ورځنی سمینار وړاندې شو.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۴:۲۴
be

قمري نېټه: ربیع الاول ،۱، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ۳ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اګست، ۲۵ ، ۲۰۲۵م 

غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي له لوري، د لومړي ټولګي محصلینو ته د ښه راغلاست غونډې په ترڅ کې د پوهنتون پیژندنې او تحصیلي نصاب د وضاحت او له کریډیټ سیستم سره د بلدتیا په موخه یو ورځنی سیمینار ترسره شو.
د سیمینار پیل د قرآن کریم د مبارک آیتونو په تلاوت سره وشو. 
ورپسې د یاد پوهنځي رئیس پوهنوال حبیب‌الله همایون په خپلو خبرو کې د پوهنځی د ارزښت او رسالت یادونه وکړه.
هغه وویل چې پوهنتون یوازې د علم او زده‌کړې ځای نه دی، بلکې د شخصیت جوړونې، د فکر روزنې او د ټولنې د راتلونکي لارښوونې مرکز دی.
ښاغلي همایون د بدو عادتونو په پرېښودو او د ښو عادتونو په خپلولو ټینګار وکړ. د ده په وینا، بد عادتونه د انسان ذهن او زړه تیاره کوي، خو ښه عادتونه د ژوند رڼا ده چې نه یوازې فرد ته، بلکې ټولنې ته هم هوساینه او پرمختګ راوړي. وروسته د دغه پوهنځی څو تنو استادانو د کرنې پوهنځی د پیژندنې اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. دارنګه یې د تحصیلي نصاب او کریډیټ سیستم، د مضمونونو اخیستلو، د ازموینو د څرنګوالي او د علمي کړنلارې په اړه محصلینو ته معلومات وړاندې کړل. 

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۹
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۳۹
Background image

غزني پوهنتون عمومي رئیس د شرعیاتو پوهنځي له استادانو سره د علمي او تدریسي چارو د لاښه تنظیم په موخه ناسته ترسره کړه.

د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د شرعیاتو پوهنځي له استادانو سره ځانګړې ناسته ترسره کړه، چې موخه یې د استادانو د تعلیمي، تدریسي او اداري چارو ارزونه او لا ښه تنظیم و.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

غزني پوهنتون کې د محصلینو د علمي ظرفیت او ژبنیزو مهارتونو د لوړولو په موخه، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال لپاره د انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې له یوه خصوصي ښوونیز مرکز سره د علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د محصلینو د علمي ظرفیت او ژبنیزو مهارتونو د لوړولو په موخه، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال لپاره د انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې له غزنه درخشان ښوونیز. . .

BACK TO NEWS