غزني پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي نويو محصلینو ته د پوهنځي د پیژندنې او له کریډیټ سیستم سره د بلدتیا اړوند معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۵:۱۰
xz

قمري نېټه: صفرالمظفر، ٢٩، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ١ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اګست، ٢٣ ، ۲۰۲۵م 

 غزني پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي په نوښت، د لومړي ټولګي محصلینو ته د پوهنځي د پیژندنې او د کریډیټ سیستم د وضاحت او له دغه سیستم سره د بلدتیا په موخه ځانګړی سیمینار ترسره شو.
د سیمینار پیل د قرآن کریم د مبارک آیتونو په تلاوت سره وشو. 
ورپسې د یاد پوهنځي رئیس پوهنمل عبدالمتین میاڼي محصلینو ته د ښه راغلاست تر څنګ د کمپیوټر ساینس پوهنځي د علمي ارزښت، نويو ټکنالوژیو د زده کړې اړتیا او د محصلینو د راتلونکو زده کړو په اړه خبرې وکړې.
وروسته د دغه پوهنځی استاد پوهنمل فرید احمد درمل د کمپيوټر ساینس پوهنځی د پیژندنې اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. دارنګه د یاد پوهنځي یو بل تن استاد مقداد مهری د کریډیټ سیستم، د مضمونونو د اخیستلو، د ازموینو د څرنګوالي او د علمي کړنلارې په اړه محصلینو ته معلومات وړاندې کړل. دوی ټینګار وکړ چې د کریډیټ سیستم د محصلینو لپاره د زده کړو ښه فرصتونه برابروي او د نړیوالو معیارونو سره سمون لري.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۸
Background image

غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي محصلینو ته د شاګرد محورۍ ترعنوان لاندې یو ورځنی معلوماتي سیمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت په نوښت، د کرنې پوهنځي ۱۲۰ تنو محصلینو ته د شاګرد محورۍ تر عنوان لاندې یو ورځنی معلوماتي سیمینار ترسره شو.
یاد سیمینار د کرنې پوهنځي استاد پوهندوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

غزني پوهنتون کې د رهبري شورا ناسته ترسره؛ او د ۱۴۰۴هـ ش کال د غوره څېړونکو د تقدیر ترڅنګ په یولړ نورو مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

غزني پوهنتون کې د رهبري شورا فوق‌العاده ناسته د پوهنتون د عمومي رئیس، مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او د اړوندو برخو مسئولینو په ګډون ترسره شوه.
ناسته د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۲
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره؛ او د یوې غیر فارغ ورکوونکې څانګې د ایجاد ترڅنګ په یو لړ نورو مهمو موضوعاتو بحث او لازمي پریکړې ترسره شوې.

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته، د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ او  ټولو غړو په ګډون ترسره شوه؛ چې پکې د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د ارواپوهنې غیر فارغ. . .

BACK TO NEWS