غزني پوهنتون کې د نظم او ډیسپلین کمېټې نوبتې ناسته ترسره شوه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۵:۲۰
kl

قمري نېټه: صفرالمظفر، ٣، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: اسد،٦، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جولای،٢٨، ۲۰۲۵م 

غزني پوهنتون کې د نظم او ډیسپلین کمېټې ناسته د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري په مشرۍ او ټولو غړو په شتون کې ترسره شوه.
د ناستې پیل د قرآن پاک په مبارکو آیتونو سره وشو. 
ورپسې ښاغلي نوري  د نظم او ډسيپلین د کمېټې اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل:
"د پوهنتون انضباطي اصول باید د ټولو محصلانو له‌خوا مراعت شي، ځکه چې دا نه یوازې د فردي ودې سبب ګرځي، بلکې د ټول پوهنتون د فضا انعکاس هم دی."
وروسته ګډونوالو د ۱۴۰۴ کال دفارغو محصلینو د فراغت غونډې د انظباط او ښه ترسراوي په موخه په یو لړ موضوعاتو باندې تفصیلي بحث وکړ. د غونډې په پای کې یو شمېر متفرقه موضوعات هم وڅېړل شول، چې ګډونوالو خپل نظرونه پکې شریک کړل، او ژمنه یې وکړه چې ټول اړخونه به په همغږۍ سره کار کوي تر څو د فراغت غونډه په منظم او بریالي ډول ترسره شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۹
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۳۹
Background image

غزني پوهنتون عمومي رئیس د شرعیاتو پوهنځي له استادانو سره د علمي او تدریسي چارو د لاښه تنظیم په موخه ناسته ترسره کړه.

د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د شرعیاتو پوهنځي له استادانو سره ځانګړې ناسته ترسره کړه، چې موخه یې د استادانو د تعلیمي، تدریسي او اداري چارو ارزونه او لا ښه تنظیم و.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

غزني پوهنتون کې د محصلینو د علمي ظرفیت او ژبنیزو مهارتونو د لوړولو په موخه، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال لپاره د انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې له یوه خصوصي ښوونیز مرکز سره د علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د محصلینو د علمي ظرفیت او ژبنیزو مهارتونو د لوړولو په موخه، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال لپاره د انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې له غزنه درخشان ښوونیز. . .

BACK TO NEWS