غزني پوهنتون کې د مالي کمېټې ناسته ترسره شوه او پکې د راتلونکي ۱۴۰۴ هـ.ش کال د مالي پلان اړوند خبري اتري وشوې.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۵ - ۱۳:۲
mk

ورځ: چهارشنبه
۵ رمضان المبارک ۱۴۴۶ هـ.ق
۱۵ کب ۱۴۰۳ هـ.ش
۵ مارچ ۲۰۲۵ م

غزني پوهنتون کې د مالي کمېټې نوبتي ناسته تر سره او پکې د راتلونکي ۱۴۰۴ هـ.ش کال د مالي پلان ترڅنګ په یو لړ مهمو موضوعاتو بحث او خبري اتري وشوې. ناسته د د غه پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال، مولوي محمد جاوید خالد، په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د یادي کمېټې  ټولو غړو ګډون درلود.
ناسته د قرآن پاک د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. له هغې وروسته، ښاغلي خالد ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویلو او ورپسې یې د تېر مالي کال د پلان د ارزونې په ترڅ کې یې د لاسته راوړنو، نیمګړتیاوو او راتلونکو اصلاحاتو یادونه وکړه.
په غونډه کې د راتلونکي کال لپاره د مالي کمېټې د جلسو د ترسره کولو په مهالوېش، د کاري پلان د ترتیب، د بودیجې تنظیم، او اړینو اصلاحاتو په اړه مفصل بحثونه وشول. همدارنګه، د پوهنتون د مالي شفافیت، د لګښتونو د کنټرول، او د اداري اصلاحاتو په اړه هم نظریات تبادله شول.
په پای کې، په ځینو متفرقه موضوعاتو باندې هم بحث وشو، ځینې مهم تصمیمونه ونیول شول، او اړوندو مسئولینو ته لازمې سپارښتنې وشوې. 
ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۹
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۳۹
Background image

غزني پوهنتون عمومي رئیس د شرعیاتو پوهنځي له استادانو سره د علمي او تدریسي چارو د لاښه تنظیم په موخه ناسته ترسره کړه.

د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د شرعیاتو پوهنځي له استادانو سره ځانګړې ناسته ترسره کړه، چې موخه یې د استادانو د تعلیمي، تدریسي او اداري چارو ارزونه او لا ښه تنظیم و.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

غزني پوهنتون کې د محصلینو د علمي ظرفیت او ژبنیزو مهارتونو د لوړولو په موخه، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال لپاره د انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې له یوه خصوصي ښوونیز مرکز سره د علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د محصلینو د علمي ظرفیت او ژبنیزو مهارتونو د لوړولو په موخه، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال لپاره د انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې له غزنه درخشان ښوونیز. . .

BACK TO NEWS