غزني پوهنتون کې د غزني ولایت پوهنې ریاست د (۳۳۲) پنځم او شپږم خالي بستونو ازموینه واخېستل شوه.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۲:۱۶
sx

ورځ: چهارشنبه

نېټه: شعبان المعظم ۶مه، ۱۴۴۶ هـ.ق

سلواغې ۱۷مه، ۱۴۰۳ هـ.ش

۵ فبروري ۲۰۲۵ میلادی

نن ورځ په غزني پوهنتون کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست اړوند د پنځم او شپږم خالي بستونو ازموینه د یاد پوهنتون د رهبرۍ او مسؤلینو، د غزني ولایت د پوهنې ریاست د مسؤلینو او د ازموینو ملي ادارې څخه د راغلي پلاوي په شتون کې واخېستل شوه.

د یادې ازموینې د پیل په مراسمو کې د غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور ګډونوالو ته د ازموینې د پروسې اړوند وینا وکړه او زیاته یې کړه چې ازموینه د شفافیت، عدالت او رقابتي اصولو په پام کې نیولو سره تنظیم شوې، تر څو وړ او مسلکي کادرونه د پوهنې سیستم ته جذب شي. او زیاته یې کړه چې دوی په هر وخت کې د پوهني ریاست سره د هر ډول علمي همکاریو ترسره کولو ته ژمن دي.

ورپسې د یاد ولایت د پوهنې رئیس غونډي ته په وینا کې د غزني پوهنتون له رهبرۍ څخه د هر ډول او تلپاتي علمي همکاریو مننه وکړه. او همدارنګه یې د ازموینې د ترسره کولو پر مهال د علمي رقابتونو پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي زیاته کړه چې دا ډول ازموینې د شایسته‌سالارۍ د ترویج لپاره حیاتي ارزښت لري.

ورپسې د ازموینو ملي ادارې څخه راغلي پلاوي مسؤل خبرې وکړې. او د ازموینو د ملي ادارې لاسته راوړنې او کړنې یې له ګډونوالو سره شریک کړل او زیاته یې کړه چې دا پروسه په پوره شفافیت او د ټولو اصولو او مقرراتو پر بنسټ ترسره کېږي، د هیچا حق به ضایع نه‌ شي، او یوازې وړ او شایسته کادرونه به جذب شي.

د یادونې وړ ده چې غزني ولایت پوهنې ریاست د تحصیلي کادرونو جذب ته ژمن دی او د علمي ظرفیتونو د لوړولو لپاره منظمې ازموینې اخلي.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د چاپېریال د زرغونتیا او ښکلا په موخه د سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د دغي کمېټې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او په دغه برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

 نن ورځ د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه، د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک په یوه رسمي غونډه کې چې د شیخ زائد پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو لارښوود ابلاغ ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو ابلاغ ترسره شو.
 یاده برنامه د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS