غزني پوهنتون کې د علمي نشراتو مرکزي کمېټې ناسته ترسره او د علمي کادر غړو د ترفیعي دوسیو د ارزونې ترڅنګ په یولړ نورو موضوعاتو بحث او لازمي پریکړي وشوې.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۲۵
as

قمري نېټه: محرم الحرام  ۱۳، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه:  سرطان ۱۸، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جولای ۹، ۲۰۲۵م

نن ورځ په غزني پوهنتون کې د علمي نشراتو مرکزي کمېټې دریمه نوبتي ناسته د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د مرستیال پوهندوی احسان الله کامران په مشرۍ تر سره شوه.
د ناستې پیل د قرآنکریم په مبارکو آیتونو سره وشو.
وروسته د غونډې ګډونوالو د اجندا سره سم د علمي کادر غړو د علمي ترفیعاتو د مقالو تفصیلي ارزول، د هغو کیفیت، محتوایې اصول او د اړینو سمونونو اړتیاوې په ډاګه شوې. دارنګه د ترفیعي دوسیو په اړه بحث وشو، او غوښتنه وشوه چې لازم معیارونه بشپړ او دوسيې جامع شي. او ترڅنګ یو شمیر نور متفرقه موضوعات هم مطرح او په اړوند یې لازمي پریکړي او تصمیمونه ترسره شول. 

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۹
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۳۹
Background image

غزني پوهنتون عمومي رئیس د شرعیاتو پوهنځي له استادانو سره د علمي او تدریسي چارو د لاښه تنظیم په موخه ناسته ترسره کړه.

د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د شرعیاتو پوهنځي له استادانو سره ځانګړې ناسته ترسره کړه، چې موخه یې د استادانو د تعلیمي، تدریسي او اداري چارو ارزونه او لا ښه تنظیم و.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

غزني پوهنتون کې د محصلینو د علمي ظرفیت او ژبنیزو مهارتونو د لوړولو په موخه، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال لپاره د انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې له یوه خصوصي ښوونیز مرکز سره د علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د محصلینو د علمي ظرفیت او ژبنیزو مهارتونو د لوړولو په موخه، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال لپاره د انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې له غزنه درخشان ښوونیز. . .

BACK TO NEWS