غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره او د راتلونکي خزاني سمیستر لپاره د اماده ګي او تدریسي پلانونو تنظیم ترڅنګ په یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړي ترسره شوې.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۴:۱۱
zcx

قمري نېټه: محرم الحرام  ۲۵، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه:  سرطان ۳۰، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جولای ۲۱، ۲۰۲۵م

 غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته د یاد پوهنتون د عمومي رئیس، د معاونیتونو مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او د بېلابېلو څانګو استادانو په ګډون ترسره شوه. چې پکې د راتلونکي خزاني سمیستر لپاره د اماده ګي او تدریسي پلانونو تنظیم ترڅنګ په یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحث او لازمي پریکړي ترسره شوې.
ناسته د قرآن عظیم الشآن په مبارکو آیتونو سره پیل شوه.
ورپسې عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور پرانیستونکې وینا وکړه. او د پوهنتون د روانو علمي چارو ارزونه وکړه، او د تیرې ناستې پریکړو ته یې لنډه کتنه وکړه. نوموړي ټینګار وکړ چې د علمي معیارونو لوړولو، او نوو جذب کېدونکو محصلینو لپاره د پوهنتون له چاپېریال سره د بلدتیا په موخه د علمي برنامو او سمینارونو په برابرولو، او د غوره تحصیلي چاپېریال رامنځته کولو باندې ټینګار وکړ.
وروسته د ناستې ګډونوالو د اجنډا سره سم د راتلونکې خزاني سمیستر لپاره د اماده ګي او تدریسي پلانونو تنظیم، د رواني مشاورې د مرکز د چارو لا منظمتیا او د استادانو د علمي ترفیعاتو اسنادو ارزونه او تاییدي تر څنګ په یو لړ مهمو او متفرقه موضوعاتو بحث او په اړوند یې لازمې پریکړي ترسره شوې.
یاده ناسته د غزني پوهنتون د پرمختګ، همغږۍ او علمي کیفیت لوړولو په لور یو مهم ګام و، چې ګډونوالو یې پایلې هیلې بښوونکې وبللې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۹
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۳۹
Background image

غزني پوهنتون عمومي رئیس د شرعیاتو پوهنځي له استادانو سره د علمي او تدریسي چارو د لاښه تنظیم په موخه ناسته ترسره کړه.

د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د شرعیاتو پوهنځي له استادانو سره ځانګړې ناسته ترسره کړه، چې موخه یې د استادانو د تعلیمي، تدریسي او اداري چارو ارزونه او لا ښه تنظیم و.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

غزني پوهنتون کې د محصلینو د علمي ظرفیت او ژبنیزو مهارتونو د لوړولو په موخه، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال لپاره د انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې له یوه خصوصي ښوونیز مرکز سره د علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د محصلینو د علمي ظرفیت او ژبنیزو مهارتونو د لوړولو په موخه، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال لپاره د انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې له غزنه درخشان ښوونیز. . .

BACK TO NEWS