غزني پوهنتون کې د طب او عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځیو د تشکیل د طرحې او د یادو کادري بستونو د اعلان د څرنګوالي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۲
io

غزني پوهنتون کې د علمي چارو د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه له لوري د پوهنځیو له رئیسانو او استادانو سره د طب او عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځیو د تشکیل د طرحې او د یادو کادري بستونو د اعلان د څرنګوالي او همداراز د روانې ربعي د پاتي کارونو د څرنګوالي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
 په دغه ناسته کې د پوهنتون د عمومي رئیس په شمول د پوهنځیو رئیسانو او استادانو ګډون کړی وو؛ چې پر مهال یې د طب او عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځیو د علمي او اداري جوړښت، د کادري بستونو د معیاري اعلان پر اصولو هر اړخیز بحث وشو.
د یادې غونډې پر مهال عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن وویل چې د دغو پوهنځیو فعاله کول د غزني پوهنتون د علمي پراختیا په لور یو مهم ګام دی او هڅه کېږي چې د کادري بستونو اعلان د لوړو زده کړو وزارت د نافذه قوانینو او علمي معیارونو سره سم ترسره شي، تر څو وړ او مسلکي کدرونه جذب شي.
ګډونوالو هم خپلې طرحې، وړاندیزونه او نظریات شریک کړل او ټینګار یې وکړ چې د یادو پوهنځیو د بریالي فعالیت لپاره باید کیفیت، تخصص او شفافیت ته ځانګړې پاملرنه وشي.
په پای کې پرېکړه وشوه چې د شریکو شوو نظریاتو پر بنسټ به د پوهنځیو د تشکیل نهایي طرحه او د کادري بستونو د اعلان لړۍ همغږې او منظمې شي، څو د غزني پوهنتون علمي بهیر لا پیاوړی او اغېزمن شي.

نېټه: یکشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، د رجب المرجب ۲۷ ـمه
۱۴۰۴هـ.ش، د جدي ۲۷ مه
۲۰۲۶م، د جنوري ۱۸ مه

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د چاپېریال د زرغونتیا او ښکلا په موخه د سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د دغي کمېټې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او په دغه برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

 نن ورځ د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه، د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک په یوه رسمي غونډه کې چې د شیخ زائد پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو لارښوود ابلاغ ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو ابلاغ ترسره شو.
 یاده برنامه د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS