غزني پوهنتون کې د شپږګونو پوهنځیو ۲۱ تنه ممتاز محصلین د یوې شانداره غونډي په ترڅ کې د تقدیر نامو او ځانګړو ډالیو په ورکړي سره وستایل شول.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۴:۳۹
op

قمري نېټه: ذالحجه ۲۲، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمریزه نېټه: جوزا ۲۸، ۱۴۰۴ هـ.ش
میلادي نېټه: جون ۱۸، ۲۰۲۵م

نن ورځ په غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت لوري د شپږګونو پوهنځیو ۲۱ تنه ممتاز او د پوهنځیو په سطحه د لوړي فېصدي لرونکې محصلین د یوې شانداره غونډې په ترڅ کې د تقدیر نامو  او ځانګړو ډالیو په ورکړي سره وستایل شول.
په همدې پار جوړي شوي غونډه کې د دغه پوهنتون د رهبري غړو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو شتون درلود؛ چې پیل یې د قرآن کریم په مبارکو آیاتونو سره شو.
ورپسې د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه د غونډې د پیل د وینا پرمهال ممتازو محصلینو ته د مبارکي ترڅنګ له دغو محصلینو ځانګړي مننه وکړه چې د بې ځایه وخت تېرولو پر ځای یې خپل وخت درسونو ته ورکړي او په خپلو درسونو کې شپه،  ورځ هڅي کوي. او همدا راز یې غوښتنه یې ورڅخه وکړه چې لا نوري هڅي ګړندۍ او خپل ځانونه په دیني او عصري علومو سمبال کړي. تر څو د خپل دین او مظلوم ملت ریښتیني خادمان وګرځي.
وروسته د مسؤلینو له لوري ممتازو او د لوړي فېصدي لرونکو محصلینو ته تقدیر نامې او ترتیب شوي ډالۍ ووېشل شوې او ننۍ ناسته په دعایې ویلو سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۲
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره؛ او د یوې غیر فارغ ورکوونکې څانګې د ایجاد ترڅنګ په یو لړ نورو مهمو موضوعاتو بحث او لازمي پریکړې ترسره شوې.

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته، د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ او  ټولو غړو په ګډون ترسره شوه؛ چې پکې د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د ارواپوهنې غیر فارغ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۵۷
Background image

له غزني پوهنتون سره د چاپېریال د زرغونتیا په موخه د یاد ولایت د ښاروالۍ ریاست له لوري د ٧٠ موټرو حاصلخېزې خاورې همکاري وشوه.

له غزني پوهنتون سره د چاپېریال ساتنې او زرغونتیا په موخه، د دغه ولایت د ښاروالۍ ریاست له لوري د ۷۰ موټرو حاصلخيزې خاورې همکاری وشوه.
د یادې همکارۍ د ترلاسه کېدو هڅې د یاد پوهنتون د مالي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۴۳
Background image

د غزني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي (۲۳)تنه محصلینو د عملي زده‌ کړو په موخه د دغه ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست او تاریخي ځایونو ته علمي سیر ترسره کړ.

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د پلان شوي علمي سیر په ترڅ کې د شرعیاتو پوهنځي (۲۳)تنه محصلینو د عملي زده‌ کړو په موخه د دغه ولایت د اطلاعات او کلتور یاست او یو شمیر. . .

BACK TO NEWS