غزني پوهنتون کې د تضمین کیفیت او باور ورکولو کمېټې ناسته ترسره شوه.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۴:۳۹
by

 غزني پوهنتون کې د تضمین کیفیت او باور ورکولو کمېټې ناسته د یادې کمېټې د ټولو غړو په ګډون ترسره شوه. 
د ناستې پیل د قرآنکریم په مبارکو آیتونو سره وشو.
وروسته د دغي کمېټې د تيري ناستې پریکړو ته لنډه کتنه وشوه؛ او همداراز د نوې ترتیب شوې اجنډا مطابق د تضمین کیفیت د نوي چوکاټ په رڼا کې د پوهنتون د ټولو ادارو د ارزونې په موخه د یو فني هیئت ټاکل او د خصوصي پوهنتونونو د ارزونې لپاره د هيئت ټاکل او د تېر ۱۴۰۳کلني نظارتي راپور د ترتیب لپاره د هیئت ټاکل او  له وزارت سره د راپور شریکولو ترڅنګ په متفرقه مسائل هم بحث او خبري اتري وشوې او ننۍ ناسته په دعایې سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، د شعبان ۲۹ مه
۱۴۰۴هـ.ش، د دلوې ۲۸ مه
۲۰۲۶م، د فبروري ۱۷ مه

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۵۶
Background image

غزني پوهنتون کې د محصلینو د ژبنیو مهارتونو د لوړولو په موخه د انګلیسي ژبې کورس د پیل لپاره له یو شمېر محصلینو څخه عمومي ازموینه واخیستل شوه.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د محصلینو د ژبنیو مهارتونو د لوړولو په هدف د انګلیسي ژبې د ځانګړي روزنیز کورس د پیل لپاره عمومي ازموینه واخیستل شوه. دغه ازموینه چې د یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲۱
Background image

غزني پوهنتون کې د ځینو فرهنګي کړنو د ترسراوي په موخه د فرهنګي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت اړوند فرهنګي کمېټې ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د دغي کمېټې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د راتلونکو فرهنګي پروګرامونو پر تنظیم او عملي کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۲:۲۳
Background image

غزني پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځي د استادانو د تدریس کیفیت ارزونې په موخه د محصلینو له درسې ټولګیو څخه نظارت ترسره شو.

د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د علمي چارو د لا ښه والي او د تدریسي کیفیت د لوړولو په موخه، د شرعیاتو پوهنځي د فقې او قانون او اسلامي ثقافت څانګو د استادانو د تدریسي. . .

BACK TO NEWS