غزني پوهنتون کې استادانو او کارکوونکو ته په جماعت سره د لمانځه ادأکولو د فضیلت او اُخروي ګټو اړوند دیني سمینار ترسره شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۵:۱۷
ed

قمري نېټه: محرم الحرام  ۲۶، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه:  سرطان ۳۱، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جولای ۲۲، ۲۰۲۵م

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري په جماعت سره د لمانځه ادأکولو فضیلت او اخروي ګټو بیانولو په موخه دیني سمینار وړاندې شو. په سمینار کې د پوهنتون ټولو استادانو، او کارکوونکو ګډون کړی وو.
دغه سمینار د یاد آمریت آمر مولوي نقیب احمد منذر له لوري وړاندې شو چې پکې د جماعت لمانځه پر روحاني ارزښت، ټولنیز تأثیر او د اخیرت له پاره یې پر ثوابونو روښانه رڼا واچول شوه. او دارنګه د جماعت لمانځه په اړه د قرآن کریم آیاتونه، د رسول الله ﷺ احادیث او د اسلامي فقهې اصول بیان شول. د سمینار پر مهال ښاغلي منذر وویل چې د جماعت لمونځ نه یوازې د الله تعالی د رضا لامل کېږي، بلکې د مسلمانانو ترمنځ د ورورولۍ، یووالي او نظم ښکاره نښه هم ده. رسول الله ﷺ دا لمونځ تر انفرادي لمانځه ۲۷ چنده غوره ګڼلی دی هغه زیاته کړه چې د جماعت لمونځ د اسلامي ټولنې د رغونې بنسټ دی. او لمونځ یوازې یو انفرادي عبادت نه دی، بلکې د ټولنیزې همغږۍ، روحانیت او انضباط ښکارندوی هم دی.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۸
Background image

غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي محصلینو ته د شاګرد محورۍ ترعنوان لاندې یو ورځنی معلوماتي سیمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت په نوښت، د کرنې پوهنځي ۱۲۰ تنو محصلینو ته د شاګرد محورۍ تر عنوان لاندې یو ورځنی معلوماتي سیمینار ترسره شو.
یاد سیمینار د کرنې پوهنځي استاد پوهندوی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

غزني پوهنتون کې د رهبري شورا ناسته ترسره؛ او د ۱۴۰۴هـ ش کال د غوره څېړونکو د تقدیر ترڅنګ په یولړ نورو مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

غزني پوهنتون کې د رهبري شورا فوق‌العاده ناسته د پوهنتون د عمومي رئیس، مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او د اړوندو برخو مسئولینو په ګډون ترسره شوه.
ناسته د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۲
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره؛ او د یوې غیر فارغ ورکوونکې څانګې د ایجاد ترڅنګ په یو لړ نورو مهمو موضوعاتو بحث او لازمي پریکړې ترسره شوې.

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته، د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ او  ټولو غړو په ګډون ترسره شوه؛ چې پکې د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د ارواپوهنې غیر فارغ. . .

BACK TO NEWS