غزني پوهنتون کې اداری کارکوونکو ته د ادارې او مدیریت اړوند درې ورځنی ښوونیز سمینار دایر شو.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۵:۱۹
ty

قمري نېټه: صفرالمظفر، ۳۰، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ۲ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اګست، ٢۴ ، ۲۰۲۵م 

غزني پوهنتون کې اداری کارکوونکو ته د ادارې او مدیریت اړوند درې ورځنی ښوونیز او معلوماتي سمینار دایر شو. یاد سمینار د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت او د کارکوونکو د ګمارنې او ظرفیت لوړونې مدیریت په ګډه همکارۍ دایر شو.
دغه پروګرام د غزني پوهنتون د اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د نوو اداري تګلارو د پېژندنې او د مؤثر مدیریت د اصلونو د تطبیق په موخه جوړ شوی دی
یاد سمینار د اقتصاد پوهنځي استاد، پوهندوی احسان الله سعید، له لوري  وړاندې کیږي. چې په لړ کې به یې ګډونوال له نوو علمي تجربو او عملي تمرینونو څخه برخمن شي، څو د خپلو دندو په ترسره کولو کې لا اغېزمن تمام شي

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د چاپېریال د زرغونتیا او ښکلا په موخه د سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د دغي کمېټې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او په دغه برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

 نن ورځ د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه، د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک په یوه رسمي غونډه کې چې د شیخ زائد پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو لارښوود ابلاغ ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو ابلاغ ترسره شو.
 یاده برنامه د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS