غزني پوهنتون کې اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه، د اسنادو دوسیه بندۍ او جلسې مدیریت تر سرلیک لاندې دوه ورځنی علمي او معلوماتي سمینار پیل شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۵:۳۷
xc

قمري نېټه: محرم الحرام  ۱۲، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه:  سرطان ۱۷، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جولای ۸، ۲۰۲۵م

غزني پوهنتون کې د اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه، د "اسنادو دوسیه بندۍ یا د اسنادو فایل بندۍ او جلسې مدیریت" تر عنوان لاندې دوه ورځنی ښوونیز او معلوماتي سمینار پیل شو.

یاد سمینار د پوهنتون د کارکوونکو د ګمارنې د لوړتیا، پیاوړتیا او اداري پراختیا مدیریت په ابتکار د غونډو په عمومي تالار کې ترسره شو. 
چې پیل یې د قرآن کریم په مبارکو آیتونو سره وشو.
ورپسې د غزني پوهنتون د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه ګډونوالو ته ښه راغلاست وویلو او د سمینار د اهمیت په اړه یې وویل: اداري مسلکي توب د یوې ادارې یا علمي نهاد بنسټیز رکن دی. د اسنادو منظم ترتیب او د غونډو مؤثر مدیریت، د شفافو او چټکو ادارو لپاره اړین مهارتونه دي." نو باید په دغه سمینار کې فعاله برخه واخلو او له دغه فرصته عظیمه استفاده وکړو.
وروسته د تضمین کیفیت عمومي مدیر دکتور محمد مهدي رضایې ګډونوالو ته د جلسې په پېژندنه، د جلساتو ډولونه، د اداري جلساتو اصول او د اداري غونډو د پلان، اجنډا جوړونې او پرېکړو د تعقیب په برخو کې نظري او عملي زده‌کړې اړوند ترتیب کړی پریزینټېشن وړاندې کړ.

د یادونې وړ ده چې دغه دوه ورځنی پروګرام به د ګډونوالو اداري مهارتونه نور هم پیاوړي کړي. په پای کې به ټولو ګډونوالو ته د ګډون سندونه هم ورکړل شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د چاپېریال د زرغونتیا او ښکلا په موخه د سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د دغي کمېټې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او په دغه برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

 نن ورځ د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه، د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک په یوه رسمي غونډه کې چې د شیخ زائد پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو لارښوود ابلاغ ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو ابلاغ ترسره شو.
 یاده برنامه د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS