غزني پوهنتون څخه د اوبو او انرژۍ ریاست د رئیس په مشرۍ یوه تخنیکي پلاوي د باراني او سیلابي اوبو د مخنیوي په موخه لیدنه ترسره کړه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۲۰:۳۵
dw

غزني پوهنتون ته د اوبو او انرژۍ ریاست د رئیس الحاج مولوي محمد شفیق عمر منصور په مشرۍ یوه تخنیکي پلاوی چې پکي د ښاروالي ریاست استازي، د ټولګټو چارو ریاست استازي شامل وو؛ د باراني او سیلابي اوبو د مخنیوي او دغو اوبو ته د اساسي حللارې موندنې په موخه د پوهنتون د مالي او اداري چارو د مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي او د علمي چارو د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه په ملتیا د پوهنتون له ټولې ساحې څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال پلاوي د پوهنتون د سیلابونو د مخنیوي ارزونې، د اوبو د مدیریت سیستم له نږدې څخه وڅېړل. او ډاډ یې څرګند کړ چې د دغي ستونزي د دایمي هواري په موخه به له اړوندو اداراتو او موسیساتو سره په ګډه همغږي او همکاري اساسي کار وکړي څو غزني پوهنتون له یادي ستونزي د تل لپاره خلاص شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه ، ۱ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱ جدې۱۴۰۴هـ ش

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د چاپېریال د زرغونتیا او ښکلا په موخه د سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د دغي کمېټې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او په دغه برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

 نن ورځ د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه، د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک په یوه رسمي غونډه کې چې د شیخ زائد پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو لارښوود ابلاغ ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو ابلاغ ترسره شو.
 یاده برنامه د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS