غزني پوهنتون په لیلیه کې مېشت محصلینو ته د یووالي، ورورولۍ او یو بل ته د متقابل احترام تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار ترسره شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۴:۷
aw

غزني پوهنتون په لیلیه کې مېشت یو شمېر زده کړیالانو ته د محصلانو چارو معاونیت له لوري  د محصلینو ترمنځ د یووالي، ورورولۍ او یو بل ته د متقابل احترام د ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه ښوونیز سیمینار ترسره شو. دغه سمینار د محصلانو چارو د مرستیال مفتي عزت الله نوري له لوري وړاندي شو. چې پر مهال یې محصلینو ته د یووالي، ورورولۍ او متقابل احترام اړوند هر اړخیز معلومات ورسره شریک کړل، او زیاته یې کړه چې محصلین د هېواد د راتلونکي رهبران دي؛ که دوی په یووالي، ورورولۍ او متقابل درناوي باور ولري، راتلونکې به مو روښانه وي.

دغه ښوونیز سمینار د یو مثبت ګام په توګه وستایل شو چې د محصلینو د ذهني روزنې او ټولنیز مسؤلیت احساس په لوړولو کې به مرسته وکړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه، ۲۱، ربیع الثاني،۱۴۴۷هـ.ق — ۲۲، مېزان، ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د چاپېریال د زرغونتیا او ښکلا په موخه د سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د دغي کمېټې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او په دغه برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

 نن ورځ د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه، د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک په یوه رسمي غونډه کې چې د شیخ زائد پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو لارښوود ابلاغ ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو ابلاغ ترسره شو.
 یاده برنامه د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS