غزني پوهنتون شرعیاتو پوهنځي ته د شمولیت په موخه د سلطان محمود غزنوي خصوصي پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي له شاو خوا ۵۰ تنه محصلینو څخه عمومي ازموینه واخیستل شوه.

gu_user1
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۰:۳۸
gj

قمري نېټه: ربیع الاول ،۱۱، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: سنبله، ۱۳ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ۴ ، ۲۰۲۵م

څه موده وړاندې د لوړو زده کړو وزارت له لوري په هیواد کې د څو خصوصي پوهنتونو د دغه وزارت د قوانینو او لوړو زده کړو د اصولو نه مراعاتولو په موخه د فعالیت جوازونو د لغوه کولو ترڅنګ د سلطان محمود غزنوي خصوصي پوهنتون د فعالیت جواز هم لغوه او محصلین یې د یوې پریکړي له مخي دولتي او نورو خصوصي پوهنتونو ته معرفي شول چې له هغو څخه یې د دغه پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د ټولو صنفونو محصلین د یو طرزالعمل له مخي د غزني پوهنتون، شرعیاتو پوهنځي ته معرفي چې نن ورځ  د غزني پوهنتون د رهبرۍ او ځانګړي هیئت په شتون کې ورڅخه عمومي ازموینه واخیستل شوه.
د ازموینې د پیل پر مهال د یاد پوهنتون د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه ګډونوالو ته د ازموینې د پروسې اړوند د پوره شفافیت ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې دغه پروسه به په عادلانه ډول ترسره شي او بریالي محصلین به د غزني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د دوامدارو پروګرامونو برخه شي. او د ازموینې له برخوالو یې غوښتنه وکړه چې باید د دغي پروسې اصول او مقررات په نظر کې ونیسي او له هر ډول نقل کولو څخه ډډه وکړي. وروسته ازموینه د شفافیت او معیارونو د خوندیتوب په موخه د شرعیاتو پوهنځي ترڅنګ د بیلابیلو پوهنځیو استادانو او هیئت په شتون کې ترسره شوه .
د ازموینې ګډونوال محصلینو هم د یادې پروسې ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د خپلو هڅو او وړتیاوو پر بنسټ به د غزني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د محصلینو په ډله کې ځای ومومي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د چاپېریال د زرغونتیا او ښکلا په موخه د سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د دغي کمېټې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او په دغه برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

 نن ورځ د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه، د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک په یوه رسمي غونډه کې چې د شیخ زائد پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو لارښوود ابلاغ ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو ابلاغ ترسره شو.
 یاده برنامه د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS