غزني پوهنتون د کرنې پوهنځي ۳۰ تنه محصلینو د خپلو عملي زده کړو او علمي سطحې د لوړاوي په موخه د سردې بند کرنیز، تولیدي او تفریحي پارک څخه د لیدنې په موخه علمي سیر ترسره کړ.

gu_user1
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۱:۴
zx

قمري نېټه: صفرالمظفر، ۲۷، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه: اسد، ۳۰ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اګست، ۲۱ ، ۲۰۲۵م

تېره ورځ د غزني پوهنتونې، کرنې پوهنځي د اګرانومي او باغداري څانګو د څلورم ټولګي ۳۰ تنه محصلینو د سردې بند کرنیز، تولیدي او تفریحي پارک څخه د لیدنې په موخه علمي سیر ترسره کړ.
دغه سفر د افغانستان د ناروي کمېټې د کرنیزو استازو له لوري، د کرنې پوهنځي د استادانو په همغږۍ او لارښوونه ترسره شو، چې موخه یې د محصلینو لپاره د کرنیزو عملي تجربو تر لاسه کول او د تولیدي فعالیتونو له نږدې څارنه وه.
دغه علمي سفر چې د محصلینو لپاره د یوې ورځې په ترڅ کې ترسره شو، موخه یې دا وه چې محصلین د ناروي مؤسسې له هغو فعالیتونو څخه لیدنه وکړي چې په کرنیزه برخه کې ترسره شوي دي. په دغو فعالیتونو کې د میوې د ونو روزنه، قوریه‌داري او د مثمرو نیالګیو تولید، د شنو ساحو ډیزاین او د پارکونو جوړول شامل وو. د تیرو دوو کلونو په اوږدو کې د دې مؤسسې ټول فعالیتونه محصلینو ته معرفي شول او عملي بڼه یې هم ورته وښودل شوه.
همداراز، په دې پروګرام کې پوهندوی احمدرضا صالحی او پوهنمل عبدالواسع تاج‌زاده چې محصلینو سره ملګري وو، د پارک په بېلابېلو برخو کې د ترسره شویو فعالیتونو په اړه لازم او مفصل توضیحات وړاندې کړل.
په پای کې محصلینو خپلې پوښتنې مطرح کړې او د مؤسسې د مسئول او ورسره د تللو استادانو له‌خوا ورته ځواب ورکړل شو. 
د باید وویل شي چې محصلینو د داسي علمي او عملي پروګرامونو د ترسره کېدو له امله خوښي څرګنده کړه او غوښتنه یې وکړه چې پوهنتون او پوهنځی دې په دوامداره توګه دیته ورته نور پروګرامونه هم ترسره کړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۹
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۳۹
Background image

غزني پوهنتون عمومي رئیس د شرعیاتو پوهنځي له استادانو سره د علمي او تدریسي چارو د لاښه تنظیم په موخه ناسته ترسره کړه.

د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د شرعیاتو پوهنځي له استادانو سره ځانګړې ناسته ترسره کړه، چې موخه یې د استادانو د تعلیمي، تدریسي او اداري چارو ارزونه او لا ښه تنظیم و.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

غزني پوهنتون کې د محصلینو د علمي ظرفیت او ژبنیزو مهارتونو د لوړولو په موخه، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال لپاره د انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې له یوه خصوصي ښوونیز مرکز سره د علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د محصلینو د علمي ظرفیت او ژبنیزو مهارتونو د لوړولو په موخه، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال لپاره د انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې له غزنه درخشان ښوونیز. . .

BACK TO NEWS