د غزني پوهنتون عمومي رئیس د مسلم خصوصي پوهنتون د علمي، اداري او تدریسي چارو د ارزونې په موخه له یاد پوهنتون څخه لیدنه ترسره کړه.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۷:۴۳
vb

د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن او ورسره پلاوي چي پکې د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه، د دعوت او ارشاد آمر مولوي رحمت الله خلیل شامل وو؛ نن د مُسلم خصوصي پوهنتون د علمي، اداري او تدریسي چارو د ارزونې په موخه له یاد پوهنتون څخه رسمی لیدنه ترسره کړه. د لیدنې پر مهال د مُسلم پوهنتون مشرتابه، استادانو او اداري مسئولینو د ښاغلي محسن او ورسره پلاوي هرکلی وکړ او د پوهنتون د فعالیتونو، لاسته راوړنو او موجوده اړتیاوو په اړه یې مفصل معلومات ورسره شریک کړل.
وروسته رئیس صاحب په خپلو خبرو کې وویل چې د خصوصي او عمومي پوهنتونونو ترمنځ همغږي، د کیفیت لوړول او د لوړو زده کړو د معیارونو رعایت د هیواد د تحصیلي سیستم د پیاوړتیا لپاره حیاتي ارزښت لري. هغه زیاته کړه چې خصوصي پوهنتونونه د لوړو زده کړو په برخه کې مهم رول لري او باید په خپلو چارو کې د تضمین کیفیت معیارونو ته جدي پاملرنه وکړي.
په ورته مهال رئیس صاحب او ورسره پلاوي د پوهنتون تدریسي، علمي، درسي اسنادو، اداري سیستم او د محصلینو د خدماتو برخې له نږدې وڅېړلې او د مثبتو فعالیتونو ستاینه یې وکړه.
 په اخیر کې د مُسلم خصوصي پوهنتون مشرتابه د یاد پلاوي له ورتګ څخه مننه وکړه او ژمنه یې څرګنده کړه چې د لوړو زده کړو د وزارت د پالیسیو او معیارونو په رڼا کې به د پوهنتون د خدمتونو کیفیت لا لوړوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه ، ١١ جمادی الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق— ١١ قوس۱۴۰۴ه ش

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۳۳
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۵:۳
Background image

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد کمېټې ۱۳ تنه بااستعداده او فعال محصلین د غوره کړنو، اغېزمنو فعالیتونو او مثبتې ونډې له امله د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د یاد آمریت اړوند کمېټې ۱۳ تنه بااستعداده او فعال محصلین د غوره کړنو، اغېزمنو فعالیتونو او مثبتې ونډې له امله وستایل.
. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۳:۴۹
Background image

غزني پوهنتون کې د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځیو د اداري برخي کارکوونکو د فعالیتونو او دندو د کیفیت لوړولو په موخه ارزونه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو د مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي او ورسره هیئت نن ورځ د شرعیاتو او د ژبو او ادبیاتو پوهنځیو د اداري برخي د کارکوونکو د کار، فعالیت او دندو د. . .

BACK TO NEWS