د غزني پوهنتون رهبري شورا نوبتي ناسته ترسره؛ او پکې د کارکوونکو لپاره د اضافه کاري منظم وېش لپاره د لایحې په جوړښت او شمېر مهمو موضوعاتوبحث او په اړوند یې لازمي پریکړي وشوې .

gu_user1
شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۹:۱۴
bu

قمري نېټه: ذالحجه ۳۰، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه:  سرطان ۷، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جون ۲۸، ۲۰۲۵م

د غزني پوهنتون رهبري شورا نوبتي ناسته د یاد پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ ترسره شوه؛ دغه مهمه ناسته د پوهنتون د اداري، علمي، او پرمختیايي چارو د ارزونې، همغږۍ او راتلونکو پلانونو د ترتیب په موخه ترسره شوه.
د ناستې پیل د قرآن پاک د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره وشو.
 ورپسې ښاغلي منصور د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست او هرکلي وویل او دارنګه یې د تیري رهبری شورا پریکړو او موضوعاتو او ترسره شوو چارو ته لنډه کتنه وکړه.او د ترسره شویو پریکړو په تطبیق او هر یوه غړي ته د ورسپارل شوو چارو پر وخت او منظم ډول ترسراوي ټینګار وکړ.
وروسته د ناستې برخوالو، د اجنډا مطابق په پوهنتون کې د ۱۴۰۴ ه.ش کال د پسرلني جفت سمیستر د نهایې ازموینو د پیل لپاره د نېټې تعیین، د کارمندانو لپاره د اضافه کاري د وېش لپاره د لایحې ترتیب، د محصلینو د عملي کارونو او علمي سیرونو پر وخت ترسره کول، او HEMIS سیستم ته د محصلینو د شل سلنه ازموینو د نمرو پر وخت رسول، او د استادانو له لوري د محصلینو مونوګرافونو پر وخت کتنه او په اړوند یې لازمې لارښوونې، او په درسې ټولګیو کې د لازمو اسانتیاوو او څښاک اوبو برابرول، د زده کړیالانو ستونزو ته د رسیده ګي او حل په موخه د څانګو د آمرینو له لوري د منظمو ناستو ترسره کولو ترڅنګ په یو شمېر متفرقه او مهمو موضوعاتو هم بحث وشو او په اړوند یې لازمي پریکړي ترسره شوې.
 ناسته په دعایې سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د چاپېریال د زرغونتیا او ښکلا په موخه د سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د دغي کمېټې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او په دغه برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

 نن ورځ د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه، د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک په یوه رسمي غونډه کې چې د شیخ زائد پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو لارښوود ابلاغ ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو ابلاغ ترسره شو.
 یاده برنامه د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS