د غزني پوهنتون د چاپیریال پاکوالي او ساتني په موخه عمومي اشر ترسره شو.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۰:۲۰
as

نېټه او ورځ:

سه شنبه، ۲۹ جمادی‌الثاني ۱۴۴۶ هـ ق

۱۱ جدی ۱۴۰۳ هـ ش

۳۱ دسمبر ۲۰۲۴ م

تېره ورځ د غزني پوهنتون د چاپیریال پاکوالي او ساتني په موخه د پوهنتون د خدماتي کارمندانو په ګډون یو عمومي اشر ترسره شو.

دغه اشر د حفظ او مراقبت مدیریت په لارښوونه د مدیر محمد سنایي نسیم په مشرۍ ترسره شو. چې پکې د پوهنتون ټولو خدماتي کارکوونکو په همغږۍ او هڅو د پوهنتون ټولې ساحې له هر ډول کثافاتو پاکې شوې.

د اشر موخه د پوهنتون د چاپېریال پاکوالی او د صحي فضا برابرول و، چې په دې پروسه کې د ټولو خدماتي کارمندانو ګډو هڅو د پام وړ پایلې لرلې.

دغه فعالیت د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او پاکوالي په برخه کې یو مهم ګام و،

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د چاپېریال د زرغونتیا او ښکلا په موخه د سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د دغي کمېټې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او په دغه برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

 نن ورځ د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه، د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک په یوه رسمي غونډه کې چې د شیخ زائد پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو لارښوود ابلاغ ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو ابلاغ ترسره شو.
 یاده برنامه د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS