د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت لپاره نوی معاون معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۴:۵۰
GU

قمري نېټه: محرم الحرام  ۱۰، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه:  سرطان ۱۵، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جولای ۶، ۲۰۲۵م

د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د حکم پر اساس، مفتي صاحب عزت‌الله نوري د غزني پوهنتون د محصلانو چارو د نوي معاون په توګه معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.
د ښاغلي نوري د پېژندنې د مراسمو پرمهال د پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور مفتي صاحب عزت‌الله نوري ته د ښه راغلاست او مبارکي ترڅنګ د هغه د علمي، اداري او ټولنیزو تجربو یادونه وکړه او څرګنده یې کړه چې د محصلانو چارو په برخه کې د نوموړي معرفي به د پوهنتون د تحصیلي، انضباطي او خدماتي چارو د لا ښه تنظیم سبب شي. ښاغلي منصور زیاته کړه: "باور لرو چې محترم مفتي نوري به د محصلانو ستونزو ته مسؤلانه، پر وخت او اغېزمن ځواب ووایي."
ورپسې مفتي صاحب عزت‌الله نوري د وینا پر مهال د سپېڅلي مسؤلیت د ترسره کولو ژمنه تازه کړه او څرګنده یې کړه چې د محصلانو د علمي، اخلاقي او انضباطي ملاتړ تر څنګ به د هغوی ستونزو ته اساسي حل لارې ولټوي. او هڅه به کوي چې د پوهنتون او محصل ترمنځ همغږي لا زیاته شي او د خدمت یو نوې فضا رامنځته شي.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د مالي او اداري چارو معاونیت لپاره ښاغلی پوهندوی مفتي صاحب عزت نور معرفي او خپله دنده یې په رسمي ډول پیل کړه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۹
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۳۹
Background image

غزني پوهنتون عمومي رئیس د شرعیاتو پوهنځي له استادانو سره د علمي او تدریسي چارو د لاښه تنظیم په موخه ناسته ترسره کړه.

د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د شرعیاتو پوهنځي له استادانو سره ځانګړې ناسته ترسره کړه، چې موخه یې د استادانو د تعلیمي، تدریسي او اداري چارو ارزونه او لا ښه تنظیم و.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

غزني پوهنتون کې د محصلینو د علمي ظرفیت او ژبنیزو مهارتونو د لوړولو په موخه، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال لپاره د انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې له یوه خصوصي ښوونیز مرکز سره د علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د محصلینو د علمي ظرفیت او ژبنیزو مهارتونو د لوړولو په موخه، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال لپاره د انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې له غزنه درخشان ښوونیز. . .

BACK TO NEWS