د غزني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال د دغه ولایت د ټولو اداراتو د مسؤلینو لپاره د عقودو د نوي قانون اړوند په جوړ شوي درې ورځني سمینار کې ګډون وکړ.

gu_user1
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۵۳
bu

د غزني پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي د ولایت مقام د غونډو په تالار کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له لوري د ټولو امارتي ادارو د مسؤلینو لپاره د عقودو د نوي قانون اړوند په جوړ شوي درې ورځني علمي او مسلکي سمینار کې ګډون وکړ.
 دغه دری ورځنی سمینار چې مسؤلینو ته د عقودو د نوي قانون د اصولو، طرزالعملونو او عملي تطبیق په موخه جوړ شوی و، په ترڅ کې یې د قراردادونو د شفافیت، قانونمندۍ او اغېزمنتیا په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.

د سمینار پر مهال د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې روزونکو د عقودو د نوي قانون مهم بدلونونه، عملي بېلګې او د پلي کېدو لارې چارې تشریح کړې، او ګډونوالو ته یې د پوښتنو او نظرونو د شریکولو زمینه هم برابره کړه.

په ورته مهال شیخ صاحب په دغه سمینار کې ګډون د پوهنتون د مالي او اداري سیستم د لا پیاوړتیا، د چارو د شفافیت او د قانوني میکانیزمونو د سم تطبیق لپاره مهم وباله، او ټینګار یې وکړ چې د ترلاسه شوو معلوماتو پر بنسټ به د پوهنتون په اړوندو چارو کې لازم پرمختګونه رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې دغه ډول روزنیز پروګرامونه د دولتي ادارو د ظرفیت لوړولو او د قانون د حاکمیت د پیاوړتیا لپاره اغېزمن رول لري.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
پنج شنبه ، ۲۷ جمادی الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق— ۲۷ قوس۱۴۰۴ه ش

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د چاپېریال د زرغونتیا او ښکلا په موخه د سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د دغي کمېټې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او په دغه برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

 نن ورځ د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه، د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک په یوه رسمي غونډه کې چې د شیخ زائد پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو لارښوود ابلاغ ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو ابلاغ ترسره شو.
 یاده برنامه د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS