د غزني پوهنتون د علمي چارو مرستیال د پوهنځیو د څانګو له آمرینو سره ناسته وکړه؛ چې د هغوی له لوري د خپلو کړنو او لاسته راوړنو راپورونه ورسره شریک شول.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۰:۲۳
xc

نېټې او ورځ: چهارشنبه

هجري قمري: ۳۰ جمادی‌الثاني ۱۴۴۶

هجري شمسي: ۱۲ جدی ۱۴۰۳

میلادي: ۱ جنوري ۲۰۲۵

تېره ورځ وروسته له غرمې د غزني پوهنتون د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه د پوهنتون د ټولو څانګو له آمرینو سره ځانګړې ناسته ترسره کړه.

ناسته د قران کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د علمي چارو مرستیال ښاغلي حمزه ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د دوی د ونډې ستاینه وکړه. نوموړي وویل:

"تاسو د پوهنتون مرکزي هسته یاست، چې د استادانو او محصلینو د پوهنځیو کړنو په اړه معلومات راکوئ او د پوهنتون د پرمختګ لپاره بنسټیز رول لرئ."

د غونډې په جریان کې، د ټولو څانګو آمرینو په نوبت سره خپلې کړنې او لاسته راوړني لکه د کلنیو، عملیاتي او ربعوارو پلانونو تطبیق، د پوهنځيو د علمي چارو پر وخت ترسره کول او د محصلانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه او یو شمېر نور علمي پرمختګونه ورسره شریک کړل.

او همدارنګه یې د ناستي په ترڅ کې د راتلونکي لپاره د ځینو نورو علمي چارو د ترسره کولو غوښتنه یې وکړه، چې د استادانو لپاره د سیمینارونو دائرول. او د موجوده خالي بستونو اعلان ته سپارل او ډکول، د ادارې چارو لپاره د اړتیا وړ وسایلو تهیه کول، د کتابتونو معیاري کول او غني کول، د محصلینو لپاره د عملي زده کړو لپاره د منظمي برنامې ترتیب او د علمي څېړنو لپاره زمینه برابرول، ترڅو د ټولنې لپاره ګټورې وي.

د علمي چارو مرستیال د یادو ستونزو په اورېدو سره د هغو د ژر حل ډاډ ورکړ.

ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د چاپېریال د زرغونتیا او ښکلا په موخه د سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د دغي کمېټې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او په دغه برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

 نن ورځ د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه، د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک په یوه رسمي غونډه کې چې د شیخ زائد پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو لارښوود ابلاغ ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو ابلاغ ترسره شو.
 یاده برنامه د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS