د غزني پوهنتون د علمي څېړنو او تحقیقاتو معاونیت له لوري استادانو ته د خلاقیت او نوښت تر عنوان لاندي يو ورځنی علمي سیمینار دائر شو.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۲:۶
as

سه شنبه : ۱۰/جمادی الاول/۱۴۴۶ه.ق

۲۲/عقرب/۱۴۰۳ه.ش

۱۲/نوامبر/۲۰۲۴م

د غزني پوهنتون د علمي څېړنو او تحقیقاتو معاونیت له لوري د یاد پوهنتون استادانو ته د خلاقیت او نوښت تر عنوان لاندي یو ورځنی علمي سمینار وړاندي شو.

په جوړ شوي سیمینار کې د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه د دعوت او ارشاد آمر مولوي نقیب احمد منذر او ټولو استادانو شتون درلود، چې پیل د قرآنکریم په څو مبارکو آیاتونو سره وشو.

ورپسې د علمي چارو مرستیال ښاغلي حمزه د وینا پرمهال دغسې سیمینارونه ګټور وبلل او زیاته یې کړه، چې موږ او تاسو باید په ګډه د خپل تحصلي نهاد د ودي او ترقي لپاره په مختلفو میتودونو کار وکړو ترڅو پوهنتون په هره برخه کې پرمختګ وکړي او په خپلو کړنو او د څېړنو په برخه کې خلاقیت او نوښت په نظر کې ونیسو.

وروسته د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنمل احسان الله سعید له لوري د سمینار اړوند موضوعاتو لکه د خلاقیت په مفهوم او پېژندنه، د خلاقیت پر پروسې، د خلاقیت پرمختګ، د خلاقیت موانع، د خلاقیت د ودي تکنیکونه، د نوښت مفهوم او پېژندني، د خلاقو او نوښتګرو وګړو پر ځانګړنو، د خلاقیت او نوښت تر منځ پر توپیر او نورو موضوعاتو اړوند چمتو کړي معلومات وړاندي کړل.

او په اخیر کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د چاپېریال د زرغونتیا او ښکلا په موخه د سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د دغي کمېټې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او په دغه برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

 نن ورځ د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه، د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک په یوه رسمي غونډه کې چې د شیخ زائد پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو لارښوود ابلاغ ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو ابلاغ ترسره شو.
 یاده برنامه د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS