د غزني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري استادانو ته د حضرت محمدﷺ د سنتو اهمیت او ارزښت اړوند اصلاحی سیمینار وړاندې شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۴:۸
as

۱۴۴۶هـ ق د رجب المرجب ٢٧مه

۱۴۰۳هـ ش د سلواغې ٩مه

۲۰۲۵م د جنورۍ ٢٨مه

د غزني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په نوښت د اصلاحی سیمینارونو په لړ کې د "حضرت محمد ﷺ د سنتو اهمیت او ارزښت" تر عنوان لاندې مهم علمي او معلوماتي سیمینار ترسره شو. دغه سیمینار د شرعیاتو پوهنځي استاد مولوی مولاداد له لوري وړاندې شو.

سیمینار د پوهنتون په مسجد کې د علمي او دیني شخصیتونو، استادانو، په ګډون ترسره شو. په دغه علمي ناسته کې د اسلامي شریعت د یو اساسي اصل په توګه د سنتو پر اهمیت، د ژوند په بېلابېلو برخو کې د هغې د تطبیق اړتیا، او د معاصرې ټولنې لپاره د نبوي لارښوونو د ارزښت په اړه هر اړخیز بحث وشو.

ښاغلي مولاداد صاحب د سیمینار پر مهال د سنتو د رول په اړه روښانه دلایل وړاندې کړل او د اسلامي ټولنې لپاره د هغه د عملي کولو ګټې یې په تفصیل سره تشریح کړې. نوموړي یادونه وکړه چې د سنتو پیروي نه یوازې زموږ د اخلاقي او اجتماعي ژوند لپاره ضروري ده، بلکې دا زموږ د دیني هویت د ساتلو بنسټ هم دی.

د غونډې په پای کې ګډونوالو د دې ډول علمي او دیني سیمینارونو پر دوام ټینګار وکړ او د یاد آمریت له هڅو څخه یې مننه وکړه.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د چاپېریال د زرغونتیا او ښکلا په موخه د سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د دغي کمېټې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او په دغه برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

 نن ورځ د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه، د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک په یوه رسمي غونډه کې چې د شیخ زائد پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو لارښوود ابلاغ ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو ابلاغ ترسره شو.
 یاده برنامه د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS