د غزني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري اداري او خدماتي کارکوونکو ته د اصلاحې او عقیدوي درسونو په دوام د روژې د پاتې موضوعاتو او امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت قانون اړوند سیمینار وړاندې شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۹:۴۱

نېټې او ورځ:

دوشنبه، ٢٨ جمادی‌الثاني ۱۴۴۶ هـ ق

١٠ جدی ۱۴۰۳ هـ ش

٣٠ دسمبر ۲۰۲۴ م

د غزني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري اداري او خدماتي کارکوونکو ته د اصلاحې او عقیدوي درسونو په لړ کې نن ورځ د روژې د پاتې موضوعاتو او امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت قانون اړوند سیمینار وړاندې شو.

دغه سیمینار د دعوت او ارشاد آمریت د آمر م..ول..وی نقیب احمد منذر له لوری وړاندې شو. چې پکي ګډونوالو ته د روژې ارکان، شرطونه، سنتونه او ماتوونکي په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

د سیمینار موخه د اداري او خدماتي کارکوونکو د دیني پوهاوي لوړول و، چې هر دوشنبه د یاد آمریت لخوا ترسره کېږي.

د سیمینار په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول، او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

May be an image of text

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۹
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۳۹
Background image

غزني پوهنتون عمومي رئیس د شرعیاتو پوهنځي له استادانو سره د علمي او تدریسي چارو د لاښه تنظیم په موخه ناسته ترسره کړه.

د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د شرعیاتو پوهنځي له استادانو سره ځانګړې ناسته ترسره کړه، چې موخه یې د استادانو د تعلیمي، تدریسي او اداري چارو ارزونه او لا ښه تنظیم و.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

غزني پوهنتون کې د محصلینو د علمي ظرفیت او ژبنیزو مهارتونو د لوړولو په موخه، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال لپاره د انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې له یوه خصوصي ښوونیز مرکز سره د علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د محصلینو د علمي ظرفیت او ژبنیزو مهارتونو د لوړولو په موخه، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال لپاره د انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې له غزنه درخشان ښوونیز. . .

BACK TO NEWS