د غزني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت د علمي او اصلاحي سمینارونو په دوام د یاد پوهنتون استادانو ته د تکبر ( لويې) په پیژندنه، د تکبر په بدوالي، نښو او علایمو تر سرلیک لاندي یو ورځنی سمینار وړاندي شو.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۴:۴۵
ag

دوشنبه : ۲۵/ربیع الثاني/۱۴۴۶ه.ق

۷/عقرب/۱۴۰۳ه.ش

۲۸/اکټوبر/۲۰۲۴م

نن ورځ د غزني پوهنتون استادانو ته د دغه پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د علمي او اصلاحي سمینارونو په دوام د تکبر ( لویې) په پیژندنه، بدوالي او د تکبر په نښو او علایمو تر سرلیک لاندي یو ورځنی سمینار وړاندي شو. دغه سمینار چې د پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړ شوي وو پکې د ټولو استادانو په ګډون سره د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي ثقافت څانګي آمر مولوي شیرعلي حیدري له لوري استادانو ته د تکبر په پېژندنه، د تکبر په بدوالي، نښو او علایمو او تکبر اړوند معلومات وړاندي کړل چې استادانو له درسي بهیر څخه په خوښي سره د موضوع اړوند پوښتني وکړې او په اخیر کې د دوی پوښتنو د ځوابونو په ویلو سره سمینار د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېدل.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د چاپېریال د زرغونتیا او ښکلا په موخه د سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د دغي کمېټې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او په دغه برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

 نن ورځ د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه، د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک په یوه رسمي غونډه کې چې د شیخ زائد پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو لارښوود ابلاغ ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو ابلاغ ترسره شو.
 یاده برنامه د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS