د غزني پوهنتون د تعلیم او تربیې پوهنځي د ۱۴۰۳ ه.ش کال د څلورم ټولګي د ریاضي څانګي د محصلینو د پایلیک ( مونوګراف) دفاع ګاني پیل شوې.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۵:۳۳
af

سه شنبه: ۲۸/ ربیع الاول/ ۱۴۴۶ه.ق

۱۰/ میزان/ ۱۴۰۳ه.ش

۱/اكتوبر/۲۰۲۴م

د غزني پوهنتون د تعلیم او تربیې پوهنځي د ۱۴۰۳ ه.ش کال د څلورم ټولګي د ریاضي څانګي د محصلینو د پایلیک ( مونوګراف) دفاع ګاني پیل شوې د دغو مراسمو د پیل سره سم د یاد پوهنځي رئیس پوهنمل ګل حبیب حنفي فارغو محصلینو ته مبارکې وویله او له دوي څخه یې غوښتنه وکړه چې په دغو زده کړو بسنه ونه کړي او د لا پرمختګ لپاره دي خپلي زده کړي د ماستري او دوکتورا تر کچي پوري ورسوي او همدارنګه په خپلو وظایفو کې دي نظام او هیواد ته ژمن پاتي شي او خپلي چاري دي د پوره اخلاص او ایماندارۍ له مخي ترسره کړي او دغو محصلینو ته یې په هره برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او له استادانو یې مننه وکړه چې په اسلامي او ښه روحیه سمبال محصلین یې روزلي او نن ورځ یې ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کوي وروسته د دغه پوهنځي محصلینو د فایلیک (مونوګراف) دفاع ګاني په ترتیب سره پیل او هر محصل له خپلي موضوع څخه دفاع وکړه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د چاپېریال د زرغونتیا او ښکلا په موخه د سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د دغي کمېټې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او په دغه برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

 نن ورځ د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه، د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک په یوه رسمي غونډه کې چې د شیخ زائد پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو لارښوود ابلاغ ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو ابلاغ ترسره شو.
 یاده برنامه د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS