د غزني پوهنتون د اداري اصلاحاتو او ظرفیت لوړولو په موخه، د پوهنتون د اداري کارکوونکو لپاره د "اسنادو دوسیه بندي او جلسې مدیریت" تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار پای ته ورسید.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۵:۴۶
nj

قمري نېټه: محرم الحرام  ۱۳، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه:  سرطان ۱۸، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جولای ۹، ۲۰۲۵م

دغه سمینار چې د کارکوونکو د ګمارنې د لوړتیا، پیاوړتیا او اداري پراختیا مدیریت په نوښت جوړ شوی و، د چنګاښ میاشتې په ۱۷ مه پیل او د دغي میاشتې په ۱۸مه نېټه پای ته ورسېد. د سمینار موخه دا وه چې د ادارې اړوند کارکوونکو ته د اسنادو منظم ترتیب، ثبت، ساتنې او د غونډو مؤثر مدیریت په برخه کې مسلکي روزنه ورکړل شي.

د سمینار پرانیست غونډه کې د غزني پوهنتون د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه ګډونوالو ته ښه راغلاست وویلو او د سمینار د اهمیت په اړه یې وویل: اداري مسلکي توب د یوې ادارې یا علمي نهاد بنسټیز رکن دی. د اسنادو منظم ترتیب او د غونډو مؤثر مدیریت، د شفافو او چټکو ادارو لپاره اړین مهارتونه دي." نو باید په دغه سمینار کې فعاله برخه واخلو او له دغه فرصته عظیمه استفاده وکړو.

وروسته د تضمین کیفیت د آمر دوکتور دریا خان هڅاند له لوري ګډونوالو ته د اسنادو دوسیه بندۍ اصول، د دوسیو ډلبندي، د معلوماتو خوندي ساتنه، د مکتوبونو ترتیب او ثبت، او همداراز د رسمي جلسو پلان جوړونه، د اجنډا ترتیب، د ناستو ثبت او تعقیب په برخه کې عملي روزنه ورکړل شوه.
ګډونوالو د سیمنار له محتوا څخه خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې ترلاسه شوي مهارتونه به په خپلو ورځنیو چارو کې عملي کوي.
او په پای کې ګډونوالو ته د تقدیرلیکونو تر څنګ، د لا زیاتو زده کړو او دوامداره روزنو غوښتنه هم وشوه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۹
Background image

غزني پوهنتون کې د چاپېریال د زرغونتیا او ښکلا په موخه د سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند سرسبزي کمېټې ناسته ترسره شوه. یاده ناسته چې د دغي کمېټې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او په دغه برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۲۰
Background image

د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

 نن ورځ د غزني پوهنتون او شیخ زائد پوهنتون ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا په موخه، د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک په یوه رسمي غونډه کې چې د شیخ زائد پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۵:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو لارښوود ابلاغ ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري مسؤلینو او کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لمانځه د اقامې فرمان او توصیو ابلاغ ترسره شو.
 یاده برنامه د دعوت او ارشاد. . .

BACK TO NEWS