د غزني پوهنتون استادانو ته په لیکنو او مقالو کې، د ادبي غلا د مخنیوي په موخه د Turnitin سافټویر پیژندنې اړوند معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۳:۵۸
az

ورځ: یکشنبه

شعبان المعظم ١٧ مه، ۱۴۴٦ه ق

سلواغې ٢٨ مه، ۱۴۰٣ه ش

فبروري ١٦ مه، ۲۰۲۵ م

نن ورځ د غزني پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې معاونیت له لوري د استادانو لپاره په لیکنو، مقالو او تیزسونو لیکلو کې د ادبي غلا د مخنیوي په موخه د Turnitin سافټویر پیژندنې اړوند علمي او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

یاد سیمینار د علمي مجلې عمومي مدیر ښاغلي احمد شاه تکل وړاندې کړ، چې پکې یې د Turnitin سافټویر پیژندنه، تاریخي مخینه، او د دې سافټویر د کارونې ګټې او موثریت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د سیمینار موخه د استادانو د علمي اثارو د اصالت ساتنه، د ادبي غلا مخنیوی، او په نړیوالو معیارونو برابرې څیړنې ترسره کول وو. ګډونوالو د سافټویر د ګټو په اړه مفصل معلومات تر لاسه کړل او د عملي کارونې په اړه یې پوښتنې وکړې.

چې وروسته د څېړنو او علمي مجلې معاون پوهنمل عبدالمتین "میاڼي" له لوري په دغه سافټویر کې د یوزر اکاونټ جوړولو برخه عملاً تشریح او اړوندو استادانو او مسؤلو کسانو ته یې پکې اکاونټونه جوړ کړل.

دغه علمي غونډه د غزني پوهنتون د څیړنو د کیفیت لوړولو په لاره کې یو اغېزمن ګام ګڼل کیږي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۲
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره؛ او د یوې غیر فارغ ورکوونکې څانګې د ایجاد ترڅنګ په یو لړ نورو مهمو موضوعاتو بحث او لازمي پریکړې ترسره شوې.

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته، د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ او  ټولو غړو په ګډون ترسره شوه؛ چې پکې د ښوونې او روزنې پوهنځي په چوکاټ کې د ارواپوهنې غیر فارغ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۵۷
Background image

له غزني پوهنتون سره د چاپېریال د زرغونتیا په موخه د یاد ولایت د ښاروالۍ ریاست له لوري د ٧٠ موټرو حاصلخېزې خاورې همکاري وشوه.

له غزني پوهنتون سره د چاپېریال ساتنې او زرغونتیا په موخه، د دغه ولایت د ښاروالۍ ریاست له لوري د ۷۰ موټرو حاصلخيزې خاورې همکاری وشوه.
د یادې همکارۍ د ترلاسه کېدو هڅې د یاد پوهنتون د مالي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۴۳
Background image

د غزني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي (۲۳)تنه محصلینو د عملي زده‌ کړو په موخه د دغه ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست او تاریخي ځایونو ته علمي سیر ترسره کړ.

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د پلان شوي علمي سیر په ترڅ کې د شرعیاتو پوهنځي (۲۳)تنه محصلینو د عملي زده‌ کړو په موخه د دغه ولایت د اطلاعات او کلتور یاست او یو شمیر. . .

BACK TO NEWS