غزني پوهنتون کې د علمي چارو د مرستیال له لوري د پوهنځيو له رئیسانو سره د فرامینو او د لوړو زده کړو وزارت د پریکړو پر اغېزمن تطبیق او د زده کړه ییز نصاب د پراختیا په موخه د هغمږۍ ناسته ترسره شوه.

gu_user1
Wed, Jan 07 2026 2:19 PM
bn

غزني پوهنتون کې د علمي چارو د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه په مشرۍ د پوهنځیو له رئیسانو او تدریسي مدیرانو سره د عالیقدر آمیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرامینو او د لوړو زده کړو وزارت څخه د راغلو پریکړو پر اغېزمن تطبیق او همدارنګه د زده کړه‌ییز نصاب پر پراختیا او پیاوړتیا او د ۱۴۰۵ کال لپاره د پوهنځیو د بهبود پلانونو د ترتیب په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
یاده ناسته د ښاغلي حمزه له لوري پرانیستل شوه، چې په خپله وینا کې یې د عالیقدر آمیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د ټولو فرامینو او دارنګه د لوړو زده کړو وزارت د پریکړو د دقیق، پر وخت او معیاري تطبیق پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د پوهنځیو رئیسان دي د علمي نظام د سمون، د تدریس د کیفیت د لوړولو او د نصاب د عصري کېدو په برخه کې دي لا هڅې ګړندۍ کړي تر څو د ټولنې اړتیاوو ته په کتو پرمختللی زده کړه ییز نصاب ترتیب او برابر کړي.
او همدار راز یې د کلینو کاري راپورونو د پر وخت لیږلو او د ۱۴۰۵هـ ش کال لپاره د پوهنځیو د ودې او پرمختګ لپاره د بهبود پلانونو په اماده کولو یې ټینګار وکړ.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهارشنبه ، ۱۷ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱۷ جدې۱۴۰۴هـ ش

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS