غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر وروستۍ ازموینې په بشپړ نظم او شفافیت سره پای ته ورسېدې.

gu_user1
Mon, Dec 15 2025 2:14 PM
nm

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۴ هـ ش کال د خزاني سمیستر وروستۍ ازموینې، چې د پوهنتون د رهبرۍ، د پوهنځیو د استادانو او د ازموینو د کمېټو تر منظم نظارت لاندې ترسره کېدې، په بریالیتوب، بشپړ نظم او پوره شفافیت سره نن ورځ پای ته ورسېدې.

یادې ازموینې د ټاکلي مهالوېش له مخې په ټولو پوهنځیو او څانګو کې واخیستل شوې، چې په ترڅ کې یې د ازموینو د اصولو او مقرراتو جدي رعایت وشو. د ازموینو د بهیر د ښه مدیریت، د ناظرینو پر وخت حضور، د ازموینې مناسب چاپېریال او د درسي عدالت تأمین هغه مهم ټکي وو چې د محصلینو له لوري هم وستایل شول.

د غزني پوهنتون مسؤلینو د ازموینو د بهیر پر مهال د هر ډول احتمالي ستونزو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر نیولي وو او ټینګار یې وکړ چې د علمي شفافیت، عدالت او د محصلینو د حقونو ساتنه د پوهنتون له اساسي لومړیتوبونو څخه ده.

محصلینو هم د ازموینو له بهیر څخه خپل رضایت څرګند کړ او د پوهنتون د رهبرۍ او استادانو له هڅو یې مننه وکړه، چې ورته یې یو منظم، ارام او باوري د ازموینو چاپېریال برابر کړی و.

د یادونې وړ ده چې غزني پوهنتون هر کال هڅه کوي تر څو د تحصیلي او د ازموینو چارو د کیفیت د لوړولو لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي او د سالمې علمي فضا په رامنځته کولو سره د هېواد د راتلونکو مسلکي کدرونو د روزنې په برخه کې خپل مسؤلیت په ښه توګه ترسره کړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه ، ۲۴ جمادی الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق— ۲۴ قوس۱۴۰۴ه ش

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS