د غزني پوهنتون د علمي چارو مرستیال د شپږګونو پوهنځیو له رئیسانو سره د استادانو د علمي څېړنو او علمي برنامو ترسره کولو په موخه د همغږۍ ناسته وکړه.

gu_user1
Tue, Dec 31 2024 9:51 AM

نېټې او ورځ :دوشنبه

٢٨ جمادی‌الثاني ۱۴۴۶ هـ ق

١٠ جدی ۱۴۰۳ هـ ش

٣٠ ډسمبر ۲۰۲۴

نن ورځ د غزني پوهنتون د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه د دغه پوهنتون د شپږګونو پوهنځيو له رئیسانو سره د استادانو له لوري د علمي څېړنو او د علمي برنامو د ترسره کولو په موخه ګډه علمي او مشورتي ناسته ترسره کړه.

چې پکې د ژمنیو رخصتیو په دوام د استادانو له لوري د علمي څېړنو د ترسره کولو او د هغوی لپاره د اړینو اسانتیاوو د برابرولو، علمي برنامو ترسره کولو اړوند یې بحث او خبري اتري وکړې او له رئیس صاحبانو څخه یې د خپلي پوهنځۍ اړوند د استادانو له لوري د ژمي په جریان کې د ترسره شویو علمي چارو او تحقیقاتو راپورونو غوښتنه یې وکړه.

او همدارنګه یې د تحصیلي نصاب او د تیر خزاني سمیستر د استادانو او محصلینو د ستونزو اړوند یې معلومات وغوښتل تر څو په راتلونکي کال کې دغه ستونزي او مشکلات حل او درسي څاپېریال لا منظم او درسي پلانونه په ښه توګه پرمخ لاړ شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

May be an image of text

 

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS