غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۵هـ ش کال عمومي کانکور ازموینې د ترسراوي په موخه د ګډونوالو د بایومټریک پروسه په منظم ډول پیل شوه. مسؤلین وايې چې سږکال له غزني ولایت څخه ۳۷۲۰ تنه داوطلبان په دغه ازموینه کې ګډون کوي.

gu_user1
Tue, May 12 2026 10:05 AM
ER

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د کانکور عمومي ازموینې د ترسراوي په موخه، د ګډونوالو د بایومټریک پروسه په منظم او ټاکل شوي وخت سره پیل شوه. دغه پروسه د ازموینوعمومي ادارې د تخنیکي ټیم او د پوهنتون د مسؤلینو په ګډه همغږۍ ترسره کېږي، چې موخه یې د کانکور ازموینې د شفافیت، دقت او منظمې ترسراوي ډاډمن کول دي. 
په ورته مهال د ازموینو له عمومي ادارې څخه د راغلي تخنیکي ټیم عمومي مسؤل وویل، چې د بایومټریک ثبت بهیر د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې نن ورځ سه شنبه او سبا ورځ چهارشنبه دوام لري؛ او زیاته یې کړه چې ټولو ګډونوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي، څو نوماندان وکولای شي خپل معلومات په اسانۍ او د نظم په فضا کې ثبت کړي. همدارنګه د بایومټریک ترڅنګ ګډونوالو ته د ازموینې د اصولو، طرزالعمل او د ازموینې د ورځې اړینو سپارښتنو په اړه هم معلومات ورکول کېږي.
دارنګه د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د یاد بهیر د ارزښت په اړه وویل، چې بایومټریک د کانکور ازموینې د شفافیت او عدالت د تأمین لپاره مهم ګام دی او د دې پروسې له لارې به د هر ډول احتمالي ستونزو او تخلفاتو مخه ونیول شي. او له ټولو ګډونوالو څخه يې وغوښتل، چې د ټاکلي وخت مطابق د بایومټریک مرکزونو ته مراجعه وکړي او د پروسې د لا ښه تنظیم لپاره له مسؤلینو سره همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د بایومټریک پروسې تر بشپړېدو وروسته به د کانکور عمومي ازموینه به د پنج شنبې او جمعې په ورځو کې واخیستل شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: سه شنبه 
۱۴۴۷هـ.ق، ذوالقعدة الحرام ۲۵ مه
۱۴۰۵هـ.ش، ثور ۲۲ مه
۲۰۲۶م، مې ۱۲ مه

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS