غزني پوهنتون کې د محصلینو د علمي ظرفیت او ژبنیزو مهارتونو د لوړولو په موخه، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال لپاره د انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې له یوه خصوصي ښوونیز مرکز سره د علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۴
ni

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د محصلینو د علمي ظرفیت او ژبنیزو مهارتونو د لوړولو په موخه، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال لپاره د انګلیسي ژبې د زده کړې په برخه کې له غزنه درخشان ښوونیز مرکز سره د علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک د محصلانو چارو د مرستیال مفتي عزت الله نوري او د یاد ښوونیز مرکز د مسؤلینو ترمنځ لاسلیک شو، چې موخه یې د محصلینو لپاره د معیاري انګلیسي ژبې زده کړو زمینه برابرول، د ژبنیزو مهارتونو پیاوړتیا، او د نړیوالو علمي سرچینو سره د محصلینو بلدتیا ده.
دیاد هوکړه لیک د لاسلیک پرمهال ښاغلي نوري وویل، چې دغه د انګلیسي ژبې مرکز مخکي هم محصلینو ته خپله برنامه ترسره کړه او د هر اړخیزي ارزونې سره سم یې د راتلونکې کال لپاره هم  هوکړه لیک ورسره لاسلیک کړ؛ او زیاته یې کړه چې د انګلیسي ژبې زده کړه د لوړو زده کړو یوه بنسټیزه اړتیا ده او دا ډول علمي همکارۍ کولای شي محصلین د نړیوالو علمي معیارونو سره برابر کړي.
همداراز د غزنه درخشان خصوصي ښوونیز مرکز مسؤلینو ژمنه وکړه چې د عصري ښوونیزو میتودونو، مجربو ښوونکو او معیاري درسي موادو له لارې به د محصلینو د ژبې مهارتونه لا پیاوړي کړي.

د یادونې وړ ده چې دغه هوکړه لیک به د ۱۴۰۵ هـ.ش کال په ترڅ کې عملي شي او د غزني پوهنتون محصلین به وکولای شي د یاد مرکز له علمي او ښوونیزو اسانتیاوو څخه ګټه واخلي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه‌شنبه ، ٢ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق— ٢ جدې۱۴۰۴هـ ش

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۲۳
Background image

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو ستونزو او د هغوی د غوښتنو د اوریدو په موخه له لیلیې څخه لیدنه ترسره شوه.

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو د ستونزو له نیږدې ارزونې، د هغوی د غوښتنو د اورېدو او د اوسېدنیزو چارو د ښه والي په موخه د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري له لیلیې څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۹:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالي ورعاه د پنځو فرامينو د مجموعې سلګونه ټوکه جریده د عامه پوهاوي په ورکولو سره وويشل شوه.

غزني پوهنتون کې د منظم پلان له مخي د يوه درې کسيز هېئت چې په ترکيب کې يې د پوهنتون عمومي رئيس شيخ مولوي عبدالمالک محسن، د محصلانو چارو مرستيال مفتي عزت الله نوري او د دعوت او ارشاد آمر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

پوهنتون کې استادانو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس لړۍ پای ته ورسېده.

غزني پوهنتون کې د استادانو لپاره د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس او پوهاوي ځانګړې لړۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسېده. دغه روزنیز پروګرام د پوهنتون د عمومي رئیس شیخ مولوي. . .

BACK TO NEWS