غزني پوهنتون کې د روانو بنسټيزو او زیربنایې پروژو د کارونو د کیفیت ارزونې په موخه لیدنه ترسره شوه.
غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي په یاد پوهنتون کې د روانو بنسټیزو او زیربنایي پروژو د کیفیت ارزونې په موخه لیدنه ترسره کړه.
د لیدنې پر مهال د کرنې پوهنځي څېړنیز فارم جوړښت، د موادو کیفیت، د کار سرعت او تخنیکي اصول، دارنګه د پوهنتون د احاطې هوار کاري او د سیلابي اوبو د مخنیوي اړوند د اوبو ذخیره کولو لپاره د کوچنیو جوړو شویو د اوبو ذخیره کولو ځایونه او د پوهنتون د جوړيدونکي عمومي تالار د کارونو کیفیت په دقیقه توګه وڅېړل شول.
تمه ده چې له دې لیدنې وروسته به د چارو د دقیقي څارنې لړۍ لا نوره پیاوړې شي، ترڅو ټولې روانې پروژې په بریالیتوب او په ټاکلي مهال بشپړې شي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهارشنبه ، ۲۸ جمادی الاول ۱۴۴۷ هـ.ق— ۲۸ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
