غزني پوهنتون کې د انټرنیټ او کمپیوټر زده کړې له دوه میاشتني کورس څخه شاو خوا ۶۰ تنه محصلین فارغ او د فراغت تصدیق پاڼې ورکړل شوې.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۱:۴۷
gb

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت او د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند معلوماتي ټکنالوژۍ عمومي مدیریت په نوښت د محصلینو د عصري مهارتونو د پیاوړتیا په موخه، د انټرنیټ او کمپیوټر زده کړې دوه میاشتنی مسلکي کورس په بریالیتوب سره پای ته ورسېد. په دغه پروګرام کې شاوخوا ۶۰ تنه محصلین په بریالیتوب سره فارغ شول او د فراغت تصدیق پاڼې یې ترلاسه کړې.
د یاد کورس موخه د محصلینو د بنسټیزو او پرمختللو کمپیوټري مهارتونو لوړول وو، څو وکولای شي د تحصیلي، اداري او مسلکي اړتیاوو پوره کولو لپاره له ټکنالوژۍ څخه اغېزمنه ګټه واخلي. د کورس په دوران کې محصلینو ته د کمپیوټر بنسټیز پروګرامونه، د انټرنیټ خوندي او مسلکي کارونه او نور اړین ډیجیټلي مهارتونه وروښودل شول.

د فراغت په وروستۍ مراسمو کې د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي فارغ محصلینو ته د کورس د بشپړېدو مبارکي وویله او زیاته یې کړه د ټکنالوژۍ زده کړه د معاصرې نړۍ یوه اساسي اړتیا ده؛ او په نني عصر کې جهتونه بیل دي نو موږ او تاسو باید د خپل رب اوامرو ته متوجه شو او د نړیوالو په مقابل کې ځانونه قوي او په عصري ټکنالوژۍ سمبال او د خپل دوښمن دفاع پرې وکړو او د نوري نړۍ له هر ډول احتیاجه ځان خلاص کړو. ځکه خدای تعالی (ج) انسان هڅاند او له استعدادونو ډک پیداکړی. او له محصلینو څخه یې غوښتنه وکړه چې په دغو زده کړو بسنه ونکړي، باید نوښت او ابتکار وکړي او داسي څه باید جوړ کړي چې د نړیوالې ټکنالوژي په مقابل کې کلکه دفاع پرې وکړي. 

محصلینو د کورس له محتوا او د استادانو له تدریس څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې ترلاسه شوي مهارتونه به د دوی په عملي کار او راتلونکې مسلکي لارو چارو کې مهم رول ولوبوي.
د مراسمو په پای کې فارغ محصلینو ته د فراغت رسمي تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې.

باید وویل شي چې غزني پوهنتون د دې ډول پروګرامونو پر دوام ټینګار کوي او هڅه کوي چې د ټکنالوژۍ په برخه کې د ځوانانو وړتیاوې او مسلکي مهارتونه لا پسې قوي کړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهارشنبه ، ۲۸ جمادی الاول ۱۴۴۷ هـ.ق— ۲۸ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۴:۳
Background image

غزني پوهنتون کې د روانو بنسټيزو او زیربنایې پروژو د کارونو د کیفیت ارزونې په موخه لیدنه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي په یاد پوهنتون کې د روانو بنسټیزو او زیربنایي پروژو د کیفیت ارزونې په موخه لیدنه ترسره کړه.
د لیدنې پر مهال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۱:۴۷
Background image

غزني پوهنتون کې د انټرنیټ او کمپیوټر زده کړې له دوه میاشتني کورس څخه شاو خوا ۶۰ تنه محصلین فارغ او د فراغت تصدیق پاڼې ورکړل شوې.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت او د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند معلوماتي ټکنالوژۍ عمومي مدیریت په نوښت د محصلینو د عصري مهارتونو د پیاوړتیا په موخه، د انټرنیټ او کمپیوټر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۴:۱۹
Background image

غزني پوهنتون کې د محصلینو ترمنځ د اسلامي ورورولۍ تر نامه لاندې اونۍ وړاندې پیل شوي د والیبال سیالۍ د ښوونې او روزنې پوهنځي په بریا پای ته ورسېدې.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د محصلینو ترمنځ د اسلامي ورورولۍ تر نامه لاندې یوه اوونۍ مخکي په لاره اچول شوې، د والیبال سیالۍ نن ورځ د ښوونې او روزنې پوهنځي په ګټه پای. . .

BACK TO NEWS