غزني پوهنتون کې د شپږګونو پوهنځیو د څلورمو ټولګیو محصلینو ته د مونوګراف لیکنې اړوند ښوونیز سمینار ترسره شو.
غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د محصلینو د څېړنیزو مهارتونو د پیاوړتیا په موخه، د شپږګونو پوهنځیو د څلورمو ټولګیو محصلینو ته د مونوګراف لیکنې اړوند ښوونیز سمینار ترسره شو.
په دغه سمینار کې ګڼ شمېر محصلینو ګډون کړی و؛ چې پیل یې د قرآن عظیم الشآن د مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو.
وروسته د سمینار موضوع د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور محمد شریف ادیب له لوري وړاندې شوه. چې پکې د مونوګراف پېژندنه، د څېړنې موضوع ټاکل، د علمي منابعو موندلو، د لیکلو لاري یې، علمي نقل قول، امانتدارۍ، د پایلو د تحلیل او د مونوګراف د جوړښت په اړه یې مفصل معلومات له محصلینو سره شریک کړل.
د سیمینار ګډونوالو محصلینو دا ډول پروګرامونه ګټور وبلل او ویې ویل چې د څېړنیزو کارونو په ترسره کولو کې به د دوی علمي وړتیا لوړه کړي. دارنګه یې د محصلانو چارو له معاونیت او استادانو څخه مننه وکړه چې د دوی د مسلکي روزنې لپاره دا ډول فرصتونه برابروي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
شنبه ، ۲۴ جمادی الاول ۱۴۴۷ هـ.ق— ۲۴ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
