غزني پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د خپلو کړنو او لاسته راوړنو راپور د لوړو زده کړو وزارت له څېړنو، تالیف او ژباړې ریاست سره د انلاین کنفرانس له لارې شریک کړل.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۴:۵۶
vb

قمري نېټه: ربیع الثاني ،٤، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريزه نېټه: مېزان، ٥ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ٢٧ ، ۲۰۲۵م 

د غزني پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت مرستیال پوهنمل عبدالمتین میاڼي د لوړو زده کړو وزارت د څېړنو، تالیف او ژباړې ریاست په نوښت جوړ شوي انلاین کنفرانس کې د یاد معاونیت د مهمو کړنو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ.
په دغه غونډه کې چې د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو د څېړنو او علمې مجلې معاونیتونو مرستیالانو، آمرینو، څېړونکو او د لوړو زده کړو وزارت اړوندو مسئولینو برخه اخیستې وه، د غزني پوهنتون استازي د تېر یو کال په ترڅ کې د څېړنو د ودې، علمي مقالو د خپرولو، او د علمي مجلې د معیار لوړولو په برخو کې ترسره شوي کارونه تشریح کړل.
ښاغلي میاڼي زیاته کړه چې د غزني پوهنتون څېړنیزې پروژې د علمي معیارونو د پیاوړتیا او د استادانو او محصلینو د څېړنیزو ظرفیتونو د لوړولو لپاره ګټورې پایلې درلودلې او پلان لري چې په دغه برخه کې لا نوري مهمي کړني ترسره کړي. 
د لوړو زده کړو وزارت د څېړنو، تالیف او ژباړې ریاست د غزني پوهنتون د هڅو ستاینه وکړه او د نورو پوهنتونونو لپاره یې د الهام وړ وباله.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۴۵
Background image

د غزني پوهنتون او د هېواد د معیار او کیفیت ملي ادارې ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا او معیارونو د لوړولو په موخه د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

نن ورځ د غزني پوهنتون او د هېواد د معیار او کیفیت ملي ادارې ترمنځ د علمي څېړنو د پیاوړتیا او معیارونو د لوړولو په موخه، د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۴۳
Background image

غزني پوهنتون کې د مالي او تدارکاتي کمېټې ناسته د پوهنتون د عایداتي سرچینو د زیاتوالې په موخه ترسره کړه.

غزني پوهنتون کې د مالي او تدارکاتي کمېټې ناسته د مالي او اداري چارو د مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي په مشرۍ او ټولو غړو په ګډون ترسره شوه.
ناسته د قرآن عظیم‌الشان د مبارکو آیتونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۱:۴۳
Background image

د غزني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي (٢٥)تنه محصلینو د عملي زده‌ کړو د پیاوړتیا په موخه د دغه ولایت تاریخي او کلتوري ځایونو ته علمي سیر ترسره کړ.

تېره ورځ د غزني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د تاریخ څانګې د څلورم ټولګي (٢٥)تنه محصلینو د عملي زده‌ کړو د پیاوړتیا په موخه د دغه ولایت تاریخي او کلتوري ځایونو ته علمي سیر ترسره کړ.
. . .

BACK TO NEWS