غزني پوهنتون کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت قانون کمېټې د یاد قانون د ښه تطبیق او تنفیذ په موخه ناسته تر سره شوه.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۵:۱۴
cv

قمري نېټه: محرم الحرام  ۲۶، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريز نېټه:  سرطان ۳۱، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جولای ۲۲، ۲۰۲۵م

 غزني پوهنتون کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت قانون کمېټې غونډه، د دغه قانون د لا ښه تطبیق، ارزونې او تنفیذ په موخه، د پوهنتون د مشرتابه تر مشرۍ لاندې تر سره شوه.
په ناسته کې د پوهنتون عمومي رئیس، د مالي او اداري چارو مرستیال، د دعوت او ارشاد او کارکوونکو چارو آمرینو ګډون درلود.
ناسته د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو سره پیل شوه، وروسته عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د غونډې پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل:
"امر بالمعروف او نهی عن المنکر د اسلامي ټولنې د اصلاح یوه بنسټیزه دنده ده، او پوهنتونونه باید د دې ارزښت د خپرولو، پاللو او عملي کولو لپاره مخکښ رول ولري."
د غونډې ګډونوالو د کمېټې د تېرې دورې فعالیتونو ته لنډه کتنه وکړه ستونزې، وړاندیزونه او راتلونکي پلانونه وڅېړل شول. همداراز پرېکړه وشوه چې د پوهنتون په کچه به د عامه پوهاوي ځانګړي پروګرامونه، او ددغه قانون ترڅنګ د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالي د نورو فرمانونو او توصیو د ښه تطبیق او تنفیذ په موخه عمومي غونډې او علمي سمینارونه ترسره شي څو د یاد قانون او نورو فرامینو د تطبیق روحیه په پوهنتون کې نوره هم پیاوړې شي.
د غزني پوهنتون مشرتابه ټینګار وکړ چې د شریعت پر بنسټ سالم اصلاح، مثبت دعوت، ښو اخلاقو ته هڅونه او له ناوړه کړنو منع کول به د پوهنتون د فرهنګي چاپېریال یوه اساسي برخه وي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۳۳
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۵:۳
Background image

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد کمېټې ۱۳ تنه بااستعداده او فعال محصلین د غوره کړنو، اغېزمنو فعالیتونو او مثبتې ونډې له امله د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د یاد آمریت اړوند کمېټې ۱۳ تنه بااستعداده او فعال محصلین د غوره کړنو، اغېزمنو فعالیتونو او مثبتې ونډې له امله وستایل.
. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۳:۴۹
Background image

غزني پوهنتون کې د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځیو د اداري برخي کارکوونکو د فعالیتونو او دندو د کیفیت لوړولو په موخه ارزونه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو د مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي او ورسره هیئت نن ورځ د شرعیاتو او د ژبو او ادبیاتو پوهنځیو د اداري برخي د کارکوونکو د کار، فعالیت او دندو د. . .

BACK TO NEWS