د غزني پوهنتون او د غزني ولایت د ښاروالي ریاست ترمنځ د دوه اړخیزو علمي همکاریو او پراختیایې چارو د ترسراوي په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۴:۵۵
bn

سه شنبه
۲۱ ذالحجه ۱۴۴۶ هـ.ق
۲۷ جوزا ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جون ۲۰۲۵ م

نن ورځ د غزني پوهنتون او د دغه ولایت د ښاروالي ریاست ترمنځ د پراختیایې او بنسټیزو چارو او ګډو دوه اړخیزو علمي همکاریو په موخه هوکړه لیک  لاسلیک شو.
په همدې پار جوړه شوي غونډه کې د غزني پوهنتون عمومي رئیس او مل پلاوي د ښاروالي ریاست رئیس او مسؤلینو شتون درلود. چې پیل یې د قرآن عظیم الشآن په مبارکو آیاتونو سره وشو.
ورپسې د غزني ولایت ښاروال مولوي محمد نبي حمزه د غونډي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له غزني پوهنتون سره د دوه اړخیزو همکاریو د تفاهمنامې لاسلیک یو افتخار او غټه لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه چې دوی له غزني پوهنتون سره هر ډول همکارۍ ته ژمن او اماده دي او په هره برخه کې که هغه د بنسټیزو پروژو ترسره کول، سرسبزي او د محصلینو لپاره په عملي برخه کې کارونه وي ترسره کوي یې.
وروسته د غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور له ښاغلي حمزه څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې ټول ادارات یوتن او په خپلو منځونو کې سره تړلي او یو بل ته ضرورت لري ښاغلي منصور د ښاروالي ریاست مهمو کړنو ته په اشارې سره وویل چې علمي مراکز لا ډیر کارته ضرورت لري نو ستاسو په همکاري دغه علمي نهاد ته خدمت باید لا زیات شي تر د څو د هیواد بچیان خپلي زده کړي په منظمه توګه ترسره کړي او ډاډ یې ورکړ چې موږ هم له تاسو سره هر ډول همکاریو ته چمتو یو.
 په اخېر کې د ښاروالي ریاست د ټولنیزو او فرهنګي چارو د مدیر له لوري د تفاهمنامې د مادو له ویلو وروسته د غزني پوهنتون د رئیس صاحب او د ښاروال صاحب له لوري تفاهمنامه لاسلیک او غونډه په دعایې ویلو سره پایته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۰:۳۴
Background image

د تاریخ څانګې ۱۹ تنه محصلینو د هېواد د تاریخي آثارو، لرغونو سیمو او کلتوري میراثونو د نیږدې لیدنې په موخه بامیانو ولایت ته درې ورځنی علمي سفر پیل کړ.

غزني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي، د تاریخ څانګې ۱۹ تنو محصلینو د هېواد د تاریخي او کلتوري میراثونو د نیږدې پېژندنې او علمي مطالعې په موخه د بامیانو ولایت ته درې ورځنی علمي سیر پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۰:۱۹
Background image

غزني پوهنتون کې د شاوخوا ۱۶ میلیونه او ۸۴۸ زره افغانیو په ارزښت دوه مهمې پروژې بشپړې او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دغو پروژو کې د کرنې پوهنځي لپاره څېړنیز فارم شامل دی، چې په شل جریبه ځمکه جوړ شوی او د دویم فاز چارې به یې د روان کال په جریان کې پیل شي. همدارنګه، بله پروژه د غونډو عمومي تالار دی،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۴:۲۱
Background image

د اداري چارو د لا منظموالي، چټکتیا او ډیجیټلي کېدو په موخه، اداري کارکوونکو ته د ډیټابېس مدیریت لس ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

 د علمي چارو مرستیال د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال له کارکوونکو څخه د فعال او منظم ګډون غوښتنه وکړه، او زیاته یې کړه چې د معلوماتي ټکنالوژۍ او ډیجیټلي سیستمونو پراختیا د پرمختللې ادارې له. . .

BACK TO NEWS