غزني پوهنتون کې د علمي څيړنو او مجلې معاونیت ناسته ترسره او د پوهنتون په سطحه د کال د غوره څېړونکو ستاینغونډې ترڅنګ په یولړ نورو موضوعاتو بحث او لازمي پریکړي وشوې.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۴:۵۱
df

قمري نېټه: شوال ١١، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه: وری ٢١، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اپرېل ٩، ۲۰۲۵م

د غزني پوهنتون د علمي څيړنو او مجلې  معاونیت د روان ١٤٠٤ه.ش کال لومړۍ ناسته د یاد معاونیت د مرستیال پوهندوی احسان الله کامران په مشرۍ تر سره چې پکي د پوهنتون په سطحه د کال د غوره څېړونکو ستاینغونډې ترڅنګ په یولړ نورو موضوعاتو بحث او په اړوند یې لازمي پریکړي وشوې.
په یاده ناسته کې د علمي څيړنو معاونیت د عملیاتي، کاري او تطبیقي پلانونو ترتیب، د څلورو تنو علمي کادر غړو د پوهندوی او پوهنمل علمي رتبو ته د ترفیع په موخه د پروپوزلونو د ارزونې، د پوهنتون په کچه د کال غوره څيړونکو د ستاینغونډې، د ترفیعي دوسیو د ارزونې د چیکلستونو او یو شمیر نورو متفرقه موضوعاتو د بحث تر څنګ لازمي پریکړي او تصمیمونه ترسره شول.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۳۳
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۵:۳
Background image

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد کمېټې ۱۳ تنه بااستعداده او فعال محصلین د غوره کړنو، اغېزمنو فعالیتونو او مثبتې ونډې له امله د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د یاد آمریت اړوند کمېټې ۱۳ تنه بااستعداده او فعال محصلین د غوره کړنو، اغېزمنو فعالیتونو او مثبتې ونډې له امله وستایل.
. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۳:۴۹
Background image

غزني پوهنتون کې د شرعیاتو او ژبو او ادبیاتو پوهنځیو د اداري برخي کارکوونکو د فعالیتونو او دندو د کیفیت لوړولو په موخه ارزونه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو د مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي او ورسره هیئت نن ورځ د شرعیاتو او د ژبو او ادبیاتو پوهنځیو د اداري برخي د کارکوونکو د کار، فعالیت او دندو د. . .

BACK TO NEWS