د غزني پوهنتون د شپږو پوهنځیو لپاره نوي معاونین د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې معرفي او رسماً یې په دندو پیل وکړ.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۴:۱۴
as

ورځ :سه شنبه

۴ فبروري ۲۰۲۵

شعبان المعظم ۵مه، ۱۴۴۶ هـ.ق

سلواغې ۱۶مه، ۱۴۰۳ هـ.ش

نن ورځ د غزني پوهنتون د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه له لوري د یاد پوهنتون د شپږو پوهنځیو لپاره نوي معاونین د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې معرفي او رسماً یې په خپلو دندو پیل وکړ.

په دغو مراسمو کې د غزني پوهنتون د علمي چارو مرستیال، مولوي محمد حیدر حمزه، د پوهنځیو رئیسانو او استادانو ګډون درلود. د مراسمو پرانیسته د قران کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت وشوه.

ورپسې، ښاغلي حمزه، نويو ټاکل شویو معاونینو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل: تاسو د هېواد معنوي پانګه یاست. د خپلې دندې د لا ښه ترسره کولو لپاره باید له اخلاص، صداقت او پوره ژمنتیا څخه کار واخلئ. او خپلي چاري د یو منظم پلان له مخې ترسره کړئ. او د دغه علمي نهاد د لا قوي کولو لپاره باید په هر وخت کې هر ډول علمي کارونو ته چمتو واوسئ.

په دې مراسمو کې د پوهنځیو لپاره لاندي ذکر شوي معاونین معرفي او رسماً یې خپلي چاري پیل کړې د کرني پوهنځي لپاره پوهینار سیدالرحمن صمیمي د ژبو او ادبیاتو پوهنځي لپاره پوهنیار زلمی سمسور،

د اقتصاد پوهنځي لپاره پوهنمل احسان الله سعید او

د کمپیوټر ساینس پوهنځي لپاره پوهنیار فرید احمد،

د شرعیاتو پوهنځي لپاره پوهنمل سید صبغت الله ابراهیمي د ښوونې او روزنې پوهنځي لپاره پوهنمل محمد شریف، په ورته وخت کې دغو معاونینو ژمنه وکړه چې ورسپارل شوي الهي مسؤلیتونه به په ښه او منظمه توګ مخته وړي، او د یاد پوهنتون د علمي چارو د لا پیاوړتیا لپاره شپه او ورځ اماده دي.

ټاکل شوې چې نوي معاونین به له علمي او اداري پلوه د خپلو پوهنځیو د لا پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۵۷
Background image

له غزني پوهنتون سره د چاپېریال د زرغونتیا په موخه د یاد ولایت د ښاروالۍ ریاست له لوري د ٧٠ موټرو حاصلخېزې خاورې همکاري وشوه.

له غزني پوهنتون سره د چاپېریال ساتنې او زرغونتیا په موخه، د دغه ولایت د ښاروالۍ ریاست له لوري د ۷۰ موټرو حاصلخيزې خاورې همکاری وشوه.
د یادې همکارۍ د ترلاسه کېدو هڅې د یاد پوهنتون د مالي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۴۳
Background image

د غزني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي (۲۳)تنه محصلینو د عملي زده‌ کړو په موخه د دغه ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست او تاریخي ځایونو ته علمي سیر ترسره کړ.

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د پلان شوي علمي سیر په ترڅ کې د شرعیاتو پوهنځي (۲۳)تنه محصلینو د عملي زده‌ کړو په موخه د دغه ولایت د اطلاعات او کلتور یاست او یو شمیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۴:۵۹
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د فکري ودې په موخه د اسلام له نظره د صبر او توکل فضیلت، پر روان یې اغېزې او پر ځان باور تر سرلیک لاندې معلوماتي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د محصلینو د فکري او روحي ودې په موخه "د اسلام له نظره د صبر او توکل فضیلت، پر روان یې اغېزې او پر ځان باور" تر عنوان لاندې معلوماتي سمینار. . .

BACK TO NEWS