د غزني پوهنتون د عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ د رهبرۍ شورا ناسته ترسره شوه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۱۳:۴۴

نېټه او ورځ:

یکشنبه، ۲۰ جمادی‌الثاني ۱۴۴۶ هـ ق

۲ جدی ۱۴۰۳ هـ ش

۲۲ دسمبر ۲۰۲۴ م

د غزني پوهنتون د رهبرۍ شورا ناسته د عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ او د ټولو غړو په ګډون ترسره شوه. غونډه د قران کریم د مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل او په یوشمېر مهمو موضوعاتو پکې د بحث او خبرو اترو تر څنګ لازمي پریکړي وشوې.

د رهبري شورا د پریکړي په اساس باید د پوهنتون ټولو پوهنځيو لپاره د صحي کېټونو او په دغه برخه کې د صحي مشاور په اړوند د صحت عامې ریاست له مسؤلینو سره په همغږۍ یاده چاره ترسره او دغه ستونزه له منځه یوسي.

همدارنګه، په پوهنتون کې د سرسبزۍ او ورزشي ساحو د جوړښت او پاتي کارونو د بشپړتیا په اړه د بحث ترڅنګ، پرېکړه وشوه چې د سرسبزۍ لپاره عملي اقدامات وشي او ورزشي ساحې په جدي توګه پراخې شي. د دې موخې لپاره اړینې سرچینې او هڅې په کار واچول شي تر څو دغه کارونه لاښه مخته ولاړ شي.

او د پوهنتون د درسي چاپیریال د لا منظمتیا او د استادانو لپاره د نورو اسانتیاوو د راوستو اړوند، پرېکړه وشوه چې یو ځانګړی هیئت دې د استادانو ستونزې له نږدې وڅېړي او د هغوی اړتیاوو ته په لنډ وخت کې رسیدګي وکړي.

او د پوهنځیو د کمیټو او نورو فعالیتونو د ترسره کولو اسناد او شواهد دي د اړوندو پوهنځیو له رئیس صاحبانو سره په خپل وخت شریک شي، ترڅو د پوهنتون کړنې په شفاف ډول مدیریت شي.

غونډې په پای کې د پوهنتون اړوند ځینې نورې موضوعګانې هم وڅېړل شوې او په اړوند یې لازمي پرېکړې ترسره شوې.

غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

May be an image of text

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۵۶
Background image

غزني پوهنتون کې یو شمېر محصلينو ته د انساني خلقت مقصد او انساني ژوند اهمیت تر عنوان لاندي علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري ګڼ شمېر محصلینو ته د انساني خلقت مقصد او د انساني ژوند اهمیت تر عنوان لاندې  علمي سمینار ترسره شو. یاد سمینار د شرعیاتو پوهنځي د استاد شیخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۵۲
Background image

غزني پوهنتون کې د ځوان نسل فکري روزنې کتاب اخیستل شوي سیالۍ پایلي اعلان او ممتاز محصلين یې د یوې شانداره غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د ځوان نسل فکري روزنې او د انحراف پر وړاندې یې زموږ مسؤلیتونه تر سرلیک لاندې کتاب اخیستل شوې سیالۍ پایلې نن ورځ اعلان او د لوړو نمرو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني پوهنتون او د سید جمال‌الدین افغان کنړ پوهنتون ترمنځ د دوه اړخیزو علمي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

تیره ورځ د غزني پوهنتون او د سید جمال‌الدین افغان کنړ پوهنتون ترمنځ د دوه اړخیزو علمي، څېړنیزو او اکادمیکو همکاریو هوکړه لیک د دواړو پوهنتونونو د مسؤلینو له لوري لاسلیک شو.
په پیل کې د. . .

BACK TO NEWS